زرداد فريادي:حزب اسلامي اوس یو منسجم ګوند نه؛ یوه ویشلې ډلګۍ ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)

د حزب اسلامی پخوانی قوماندان زرداد فریادي وایي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ګوند اوس پخوانی ارزښت نه لري او یوې ویشلې ډلګۍ ته ورته دی.
نوموړي د جمهوري ریاست پر نوماندانو ژغ کړی چې له حزب اسلامي څخه دې د یوه لوی نفوذي ګوند په څیر هیله نه لري او په خبره یې چې ؛

“ حزب اسلامي خپلې ټولې ژورې ولسي ریښې د خپلو وګړو سره له لاسه ورکړي. اوس د دوی دا ‘محدوده ډلګۍ‘ نشي کولای زمونږ استازولي وکړي.“

زرداد ویلي، د حزب اسلامي ګوند هم د نورو په څیر هڅه کوي، چې راتلونکو ټولټاکنو کې خپل ځان د یوه نفوذي ګوند په څیر مطرح کړي او د ماملې له لارې په حکومت کې ستره برخه تر لاسه کړي؛ خو د ده په وینا  چې

“ داسې نه ده؛ حزب اسلامي اوس هاغه پخوانۍ نفوذي ګوند نه ده؛ ټول مجاهدین او قوماندان ترې خفه شوې او اوسمهال دا ټولو ته جوته ده، چې حزب اسلامي خپلې ټولې ژورې ولسي ریښې د خپلو وګړو سره له لاسه ورکړي“

نوموړي دغه راز ویلي چې د حزب ځینې مشران اوس هم نسبي استقلال لري او په خبره یې چې دوی له کوم لوري سره ستونزه نه لري او نوماندان باید هوښیار ؤاوسي او خبر شي چې حزب اسلامي زمونږ د ستر ولسي ملاتړ پر سر ورسره سودا ونکړي.

زرداد داسې مهال دا خبرې کوي چې حکمتیار په ټینګار سره ویلي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هر هغه څوک بریالی کیږي، چې د دوی اړوند حزب ترې ملاتړ وکړي.
د شنونکو په آند، د حزب اسلامي ګوند اوس خپل پخوانی پاور له لاسه ورکړی او له همدې امله ورته حکومت او مخالف سیاسي احزاب هم کومه اعتناء ورته نه کوي.

زرداد فریادي

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close