زردالو وخورئ او خپله روغتیا مو وساتئ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳۰)

زردالو چې د اوړي تر ټولو مشهوره او خوندوره میوه ده، ګڼې روغتیایي ګټې او فواید هم له ځانه سره لري.
د زردالو یوه ځانګړتیا دا هم ده چې د نورو میوو په خلاف یې زړي (مندتې) هم خوړل کیږي.
روغتیاپوهان وایی چې په ۱۰۰ ګرامه زردالو کې لاندې مواد موجود دي.

انرژي………………………….۳۶/۱۵۳ کیلو کالري
اوبه……………………………..۸۷درصد
فیبر……………………………۱/۲گرام
پروتین………………………..۰/۱ گرام
شکر…………………………..۰/۸ گرم
ویتامین اې …………………… ۴۲۰ میکروگرام
ویتامین سي …………………….۵ ملی گارم
ویتامین بي ۱ ………………….۰۶/۰ملی گرام
ویتامین بي ۲……………………۰۵/۰ملی گرام
ویتامین بي ۶…………………..۰۶/۰ملی گرام
ویتامین ای…………………….۵/۰ملی گرام
سودیم………………………….۲ ملی گرام
پوټاشیم……………………….۳۰۰ملی گرام
فسفر……………………….. ۲۰ملی گرام
منیزیم…………………………۱۲ ملی گرام
اوسپنه……………………………۸/۰ملی گرام
مس…………………………..۰۶/۰ملی گرام
سلنیوم………………………..۱ ملی گرام
کلسیم………………………..۲۰ ملی گرام

زردالو د ویتامین بي درلودلو له امله د عصبي، روحي،رواني ناروغیو او دغه راز د بي خوبي او زیاتې ستړیا د ختمولو لپاره اړین درمل دي.

دغه راز یاده میوه تنده ختموي او د معدې د ایشیدلو دمخنیوي ، د وینې د پاکوالي او د وینې د لوړ فشار په کنترول کې مهم رول لري.

دا میوه اوسپنه هم لري چې له امله یې د وینې په جوړولو او د هغه مریض لپاره چې کمه وینه ولري، مفیده تمامیدلی شي.
زردالو د معدې التهاب هم له منځه وړي، خو په یاد مو وي چې زردالو په خیټه کې باد هم زیاتوي چې تاسو اړ یاست له زردالو وروسته یې زړي هم وخورئ، ځکه هغه د خیټې باد بیرته له منځه وړي.

په زردالو کې موجود فیبر د سترګو او زړه د ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي.

همداراز زردالو د سالسیلیک په نامه موادو درلودونکی هم دی چې له کبله یې د بندونو درودنه او روماتیزم هم کنترولولی شو.

مطالعاتو ښودلې چې په زردالو کې شته محلول فیبر د وینې شکر په طبیعي توګه پر خپل حال ساتي او د وینې کولسترول کموي.

په زردالو کې د شته ویتامین سي له امله هغه میندې چې د ماشوم شیدې یې کمې وي، کولی شي د شیدو د زیاتوالي لپاره ترې استفاده وکړي او تر څنګ یې د حامله میرمنو لپاره هم ګټه لري.

که د پوستکي د وچیدو له رنځه کړیږئ، د زردالو څو پاڼې د زیتونو په تیلو کې واچوئ او پر پوستکې یې کیږدي.

د زردالو ګڼې ګټې نورې هم دي چې په بله لیکنه کې به یې په تفصیل سره درته وړاندې کړو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close