زرغون چاپېریال کې تمرین کول ”ډېر ژر پر ذهني روغتیا مثبت اغېز کوي“

څېړونکي وايي په یوه زرغون (یا په بله اصطلاح، شین) چاپېریال کې یوازې پنځه دقیقې تمرین کول هم د انسان پر ذهني روغتیا مثبت اغېز کوي.

د برتانیا د ایسیکس پوهنتون له لوري په یوې ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي، په ښکلي او زرغون چاپېریال کې په ورزش کولو سره د انسان ذهني روغتیا ښه کېږي او پر ځان یې باور زیاتېږي.

د څېړونکو په خبره، په زرغون (شین) چاپېریال کې یوازې په ۵ دقیقې تمرین کولو سره  د انسان په وضعیت کې بدلون راځي. که چیرې تمرین (ورزش) په داسې ځای کې وشي چې هلته د زرغون چاپېریال تر څنګ اوبه هم وي، نو زیاتې مثبتې پایلې ترې ترلاسه کېدای شي.

منډه وهل، بایسکل چلول،  مالياري کول او یا په زرغون چاپېریال کې کوم بل بدني تمرین کول په څو دقیقو کې ستاسو په وضعیت کې مثبت بدلون راوستلای شي.

سرچینه
دویچه وله
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close