زرګونه سوداګریز موټر په اسلام قلعه او تورخم کې دریدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

په ننګرهار او هرات کې سوداګر شکایت کوي چې حکومت پرې لګول شوې مالیه دوه برابره لوړه کړې، چې له امله یې دننګرهار په تورخم او د هرات په اسلام قلعه بندر کې زرګونه موټر له سوداګریزو توکو بار دریدلي.
د هرات ولایتي شورا وایي، د موټرو د توقف له امله په عوایدو کې کسر رامنځ ته شوی چې عواید یې له ۱۲۰ میلیونو څخه، ۲۰ میلیونه افغانیو ته را ټيټ کړي دي.
سوداګر وایي، د مالیې د لوړیدو له امله یې سوداګري کمه کړې او د توکو لیږد رالیږد یې محدود کړی چې له امله یې پر بازارونو کې د توکو پر نرخونړ هم اغیز ښندلی دی.

حکومت د مالیې د لوړیدو په تړاو چوپه خوله دی خو موټر چلوونکي وایي، چې چارواکو د خاص هدف لپاره دې کار ته ملاتړلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close