زرګونه پاکستانيانو افغان مهاجر کارتونه اخيستي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۰) الماس خدرخېل

د سپونيټيک خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د نفوسو احوالو د ثبت ادارې ويلي، چې لس زره پاکستانيانو د افغان مهاجرو په نوم د مهاجرت کارتونه ترلاسه کړي دي.

دوی وايي په دې خاطر يې د افغان مهاجرو کارتونه اخيستي چې له دې لارې مرستې ترلاسه کړي.

د نوموړې ادارې يو تن کارکونکي ويلي، چې د سې شنبې په ورځ يې د پېښور سترې محکمې ته په دې اړه مکتوب لېږلی چې په دې اړه پلټنې وکړي.

د یادې ادارې مسؤلينو ويلي، چې د هغو زرګونو پاکستانيانو پر ضد به اقدام کوي، چې خپل هويت يې بدل کړی او په غير قانوني توګه يې د افغان مهاجرو کارتونه ترلاسه کړي دي.

بايد وويل شي، هغه افغان مهاجر چې کارت ورلري او هيواد ته ستنېږي د ملل متحد له لوري ورته د يو کارت په سر ۴۰۰ امريکايي ډالر د مرستې په ډول ورکول کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close