زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امريکا سلاکار ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۴)

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان لپاره يې زلمی خليلزاد د سلاکار په توګه ټاکلی دی.

دغه څرګندونې تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پاکستان ته د سفر پر وخت د خبرو پر مهال وکړې.

پاکستان ته له مايک پمپيو سره په دغه سفر کې خليلزاد هم ملګرتيا کوي.

هغه وويل، زلمی خلیلزاد به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سره د خبرو اترو په برخه کې مرسته او لارښوونه کوي.

تر دې مخکې زلمي خليلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې او د امريکا د جمهوريپال ګوند ته يو له نژدې کسانو بلل کېږي.

خليلزاد افغان نژاده امریکايي دی چې ډير وخت يې په امريکا کې تير شوی او د راپورونو او شنونکو په باور پر افغانستان او عراق د امريکايي يرغل په پلانولو کې يې له هغوی سره تر وروستۍ کچې مرسته کړې ده.

خلیلزاد په ۱۹۷۹کال کې د امریکا له شيکاګو پوهنتون څخه د ډاکټرۍ (پي ايچ ډي) سند تر لاسه کړی او دوه ځامن لري چې يو يې (الیکساندربینارد او بل يې مکسيميليان بینارد) نوميږي، دواړه نومونه ښيي چې د افغانستان کوم ديني يا کلتوري اړخ سره اړيکې نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close