زلمی خلیلزاد: له طالبانو سره خبرې هیله بښوونکې وې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره تر ناستې وروسته یوه سالم جوړجاړي ته زیات هیله مند شوی دی.
نوموړی چې اوس تازه کابل ته راغلی ویلي، له طالبانو سره یې  درۍ ورځې پرلپسې خبرې درلودې او اوس یې تازه پیغامونه له ځانه سره راوړي دي.

خلیلزاد د خپل سفر په هکله نور جزئیات نه دي ډاګیز کړي خو ویلي یې دي چې هیله شته چې له طالب مرکچیانو سره یوې پایلې ته سره ورسېږي.

په دې ناسته کې اتو (۸) طالب مرکچیانو چې له ډلې یې پخوانی لوی درستیز ملا فاضل مظلوم او د هرات پخوانی والي ملا خیرالله خیرخوا  هم شتون درلوده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close