زما او ستا شاعري

 

شاعره: بلينډه ” بدرۍ ”

 

ستا له خمه ډک غزل کې

دا دتورو تصويرونه

لکه ستوري چې ياغي شي

د اسمان د ډاګ په کونج کې

د مدار له قابو ووځي

او له جوشه لمبې وکړي

قيامت پکې خوټيږي

د فضا پرې سترګې داسې

تکې سرې شي وينې وينې

ته وا مټ بنګ ېې وي څکلي

هم آهنګ د هر يو داسې

لکه شرنګ د ګونګرو ګانو

يا مطرب له حده واوړي

سره لمبه ېې له راګ اوري

يا بنګړي د چمبه مارې

د مستۍ له جوشه تير شي

يا جامونه ميخانه کې

د ساقي له نازه ځار شي

هم واه واه درته ها خلک کا

چې وښکي ېې لړل شوي

ترې د وينو څاڅکي اوري

نور خو څه چې آن باچا هم

درته خړې سترګې مسک شي

درباريان ېې درته واچوي لاسونه

خو زما انځور د تورو

د شډل بډل نظمونو

ته وا ژڼي سرښنديان وي

چې بمونه تر ملا درومي

نښه کړي ېې کاروان وي

هم آهنګ د هر يوداسې

لکه خرپ د تيرو تورو

يا هم ژرب د درونو زغرو

يا شنګا د تيرو غشو

يا زګيروي د پرهرژلي

يا د کوم زندان تياره کې

د ګومنام ژڼکي لاسو کې

غلې شړنګ د زولنو وي

زه منم چې باچاهي دې

د خيالو ده ډيره لويه

آن تر ستورو ېې لاس رسي

خو د شنې درې شاعره

څه پرې چيغې ېې تر غوږ چې

د وطن د پيغلو نه شوې

څه پر دارنګې رنګونو

چې دکوم شهيد د وينو

پکې پاڼې څاڅکي نيشته

څه پر داشاهيني سترګو

چې تر اوسه ېې نظر کې

له ديواله لاندې شوې

ها بوډۍ اناوې نه شوې

څه پر داسې انځورونو

چې پريوتې لوپټې مو

د ملالو له سرونو

ياپټکي مو د سپين ږيرو

پکې تت هم نه ښکاريږي

زه خو وايم که زما شوې

چرته ستا په رنګ سندرې

اور ېې پورې شه په ژبې

چې ېې وسوځي خبرې

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close