زمبابوې سره د لوبې لپاره  د افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان شوه

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: سمیع شینواري

د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري  له زمبابوې سره د سیالۍ لپاره چې ۲۰ اوریزه لوبه به کوي خپل ۱۹ لوبغاړي اعلان کړل.

په دغه اعلان شوي لیسټ کې نوی ځوان لوبغاړی «رشید ارمان » هم شامل دی، ښاغلی رشید ارمان تر دې دمه په بهرنیو سیالیو کې نه دی لوبېدلی خو ویل کيږي چې، ښه بالر او بېټس مین دی او افغانستان کې د بېسټ زون د  ټيم مشرکوي.

دغه نوم لړ تېره ورځ رسنیو ته د افغان کرېکټ روزونکي ریس احمدزي اعلان کړ، او زیاته يي کړه چې دوي په لوبډله کې ارمان ته خوش بین دي تمه کیږي چې زمبابوې سره ښه وځليږي.

احمدزي دغه راز رسنیو ته ويلي چې د  افغان ملي ټيم به د اکتوبر په ۱۳مه  نېټه زمبابوې ته رسیږي او له ۲۰ اوریزه سیالیو نه وړاندې یو شمېر غیر رسمي ټيمونو سره به تمريني لوبې ترسره کوي.

او کوم لوبغاړي چې په دغه ټيم کې پاتې دي او ګوم وتلي دي هغه په لاندې ډول دي:

ښه تکړه لوبغاړی حمید حسن د د درملنې لپاره هند ته تللی چې په نوم لړ کې يي نوم نشته، نور علي ځدران او شهزاد محمدي په نوم لړ کې شامل دي، شهزاداو نورعلی له ډیرې مودې راهیسې په نړیوالو سیالیو کې نه دی لوبېدلی.

 دغه راز  افغان ځوان لوبغاړی حشمت الله شهیدي چې د هېواد په داخل کې ښه لوبیدلی په یوه سیالي کې يي له ۲۰۰ نه زیاتې منډي هم جوړې کړي شامل دی.

د اصغر ستانکزي په مشرۍ نوروز منګل، محمد نبي عیسی خیل، نجیب ځدران، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، شاپور ځدران، حمزه هوتګ، دولت ځدران، شفیق الله شفق، افتاب علم او فرید ملک په لیست کې شامل دي.

محمد نبي عیسی خېل
محمد نبي عیسی خېل

د یادونې وړ ده چې د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې له زمبابوې سره د ۲۰ اورونو په سیالیو کې به کریم صادق، عثمان غني، ګلبدین نایب او رشید ارمان هم لوبیږي خو، دولت ځدران، حشمت شهیدي، میرویس اشرف او نور علي ځدران به د ۲۰ اوریزو لوبو کې برخه نه اخلي او یواځې یو ورځنيو لوبو کې به ولوبېږي.

په دغه نړيواله سیالۍ کې چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به تر سره کيږي لومړۍ به د اکتوبر په میاشت کې په ۱۶نېټه وي ، دویمه یې په ۱۸، درېیمه یې په ۲۰، څلورمه یې په ۲۲ او پنځمه به يي په ۲۴ نېټه ترسره شي.

د ۲۰ اورونو لوبې یې بیا د همدغې میاشتې په ۲۷ او ۲۹ نېټو ټاکل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close