زمري زړي طالبان او د غزني نړيدلی زندان‎

کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴

تبصره: مبصر

نن سبا د انټرنېټ په دور کې د خپل نامه برېښناليک سره سم هر پېښه د برېښنا په څېر د نړۍ له يوه سره بل سرته رسېږي او د وخت ويښ ځوانان پرې د برېښنا په څېر هر اړخیزه نظر ښکاره کوي.
د غزني د زندان خبر د برېښنا په څېر خپور شو او بې له ځنډه قضاوتونه پرې وشول، تر دې له مخه د کندهار، ننګرهار او نورو ولایاتو د زندانونو په نړولو او د بنديانو په خلاصولو کې د مجاهدينو له سرښندنو او قربانيو ورکولو په وسيله د زندانيانو برخليک بدل کړی وو.
د زمریو زړو طالبانو لخوا د غزني کې زندان ماتول د دولت لپاره د ملا په تير ګوزار وو، چې د ټولو کلابنديو سره زمري طالبان زندان ته ورسېدل او په خپل شهامت يې د زندان دروازه او دېوالونه ونړول، ځينې پوهان او د نظر خاوندان د مجهزو عسکرو با وجود یوه نادره پېښه بولي.
خپله د کورنيو چارو وزارت له زندانه د ۳۵۵ تنو د خلاصولو تأیید وکړ خو ورسره يې دا هم ومنله چې زندان ته ورغلې ټولې لارې د عسکرو په ورتلو د هغوی د وژنې سبب وګرځېدې، د کورنيو چارو د وزارت مرستيال علي احمد احمدي په ډېره ناتوانه خوله وويل، چې د غزني څخه ۱۸ تنه خطرناک بنديان مرکز ته انتقال شوي دي.
په هر لحاظ که يو شمېر خطرناک بنديان مرکز ته انتقال شوي هم وي، خو پاتې بنديان هم د خلاصون قابل وو ځکه خو طالب وسلوالو د سرونو قرباني ورکړه، د بنديانو ژوند يې وژغوره.
د غزني پېښې د کابل د چارواکو خولې بندې کړي دي.
د غزني د پېښې مسئولین د جرئت خاوندان څرګند شول، د دوی افغاني شهامت ټولې نړۍ ته د لمر په څېر وځلېد او وروسته له دې چې د شهامت او زړورتيا يادونه یې کیږي، له مخه ثابته هم شوې ده، چې د زندانونو په ټولو پېښو کې زمریو زړو طالب مجاهدينو د سرونو په قربانيو بنديان ازاد کړي دي څومره چې په بې رحمۍ او بې عدالتۍ بنديان شوي وو، هومره په ځوانمردۍ او قربانۍ ازاد کړل شول.
د دې او نورو پېښو په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ خو زمونږ په اند دا ډول پېښې دوه دلایل لري، موږ د طالبانو په زړورتيا کې هيڅ شک نه لرو، طالبانو قرباني ورکړه، او د خپلو سرونو په بدل يې د زندانيانو راتلونکي ژوند ته د خلاصون لاره خلاصه کړه.
اصلي ټکی د کابل د موجوده ادارې کمزورتيا او له هغې زيات اداري فساد دی، چې په خلاص مټ رشوت نه وي، دا ډول پېښې ډېر کم چانسونه لري چې سر ته ورسیږي.
د غزني په پېښه کې د ولایت نه نيولې تر وزارت پورې د رشوت اخيستنې ثبوتونه شته چې په خپل وخت به رابرسېره شي.
په دا ډول پېښو کې به د زرګونو نه؛ بلکې د لکونو او ميليونونو رشوت اخيستل شوی وي، څو اونۍ به پرې کار شوی وي او پر زندان بريد ته ټولې لارې به سنجول شوې وي، له دې له مخه چې د زندانونو څومره پېښې رامنځته شوي دي د ټولو پېښو هغه شواهد چې رشوت پکې تر کوره رسول شوی، را برسېره شوي دي او د غزني پېښه هم ناڅاپي پېښه نه ده، دا يوه نقطه چې انکار ترې نشي کېدای هغه د کابل په دفاع او کورنيو چارو وزارت کې د طالبانو نفوذ دی، چې په ځانګړو جوړو شويو اړيکو هم د يوې پېښې سره مرسته کېدای شي، يو د طالبانو شهامت بل د نظامي چارواکو سره اړيکې او درېيم عامل يې رشوت دی چې دا ډول پېښو ته يې زمينه برابره کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close