زمــــــــــــونږه ربه !

زمــــــــــــونږه ربه !   د سيــــندونو ربه

د دنګـــــو  دنګو  چـــــــنارونو ربه!

لوی  او واړه  مخلوقات تا پيدا  کړل

د  ووړ  مېږي او لويوغرونو ربه

انسان  ته خوی ګل  ته ښکلا ورکوې

د  چا سا خېژي  چاته   ســا ورکوې

غريب د  ستا  او  شتمن ستا په لاس دی

چـــــــــاته  يو غم  چاته خندا ورکوې

نن   له   هغو   سره     چې  تا  نه    مني

ستره   جګړه   او   جنجـــــــــــال      لرمه

مټې    مې  شته   خو پکښې   زور نه لرم

قلم   ته   تش   په   نوم   ليکوال    لرمه

قلم  ته   ګوتې ،  وار  ته   ډال  غواړمه

ځوان ته همت  پېغلې ته شال غواړمه

څو ستا استازی   شي  د وخت عالم ته

يو له   تقوا  نه  ډک   دسمال  غواړمه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close