زمونږ دین د سولې او آرامۍ دین ده

صلاح الدین ایوبي

مونږ د سولې مخالف نه یوو، سوله غواړو او سولې ته اولیت ورکوو سوله مو ژوند او پایښت تضمینوي.
سوله مو غښتلي کوي، د دښمن پر وړاندې مو یو موټی کوي او له هر څه ور اخوا په سوله کې ژوند مو الله خوښوي.
نو بیا سوله اړتیا ده، موږ سوله غواړو، د خپلو راتلونکو نسلونو د پایښت، عزت او غښتلتیا لپاره….

خو خبره دلته ده چې په فعلي شرایطو کې سوله له چاسره؟ او سوله باید څنګه وشي؟ او کومه سوله ؟
په دا سی حال کې چې ټوله اسلامي نړۍ او خاصکر ګران افغانستان د همدې وحشي اشغالګرو لخوا په سره اور کینه ول شوې او هره ورځ په سلهاوو مسلمانان او هیوادوال د دوی د نظامي او اقتصادي یر غلونو له وجې په شهادت رسول کیږي او بې ستره کیږي او په افغانانو یې داسې بې کیفایته او د خپلې خوښې نظام واکمن کړی چې هغوی د خپل کور او د یو والي د لرې کیدو واک هم نلري، داسې بې واکه ادارې سره سوله کول څه معنا لري ؟
او د قران له نظره داسې سوله جایزه ده ؟

دا چې طالبانو ۱۷ کاله شهیدان ورکړل، تنکي ځوانان یې د باروتو په لمبو کې د اعلاء کلمة الله او د هیواد ازادۍ لپاره لولپه کړل،
ایا د کوم سالم عقل څیښتن او ضمیر به یې ومنې چې د هغوی په ارمانونو د خاورې واوړي، د الله امر دې تر پښو لاندې شي او بیرته دې د هیواد په اشغال کې له داسې نظام سره یو ځای شي سر نه ترپښو پورې په فساد کې ډوب دی او هر څه یې د قران له قوانینو سره په ټکر کې دي ؟

او بعضې ساده لوحه وایي که طالبان سوله وکړي نو امریکایانو ته به د جنګ پلمه ورختمه شي او په خپله به له افغانستان څخه ووځي،خو دا نه وایي چې امریکایانو ولې زمونږ په هیواد یرغل وکړ ؟!
د څه لپاره یې د خپلې خوښې ګوډاګۍ اداره رامنځته کړه ؟!
جوړ اسلامي نظام یې ولې وران کړ ؟
او څه حق لري چې زمونږ په دا خلي امورو کې لاس وهنه کوي ؟!

نو امریکایانو په بیلونونو ډالر او په زرګونو فوځیان ددې لپاره دلته نه دي خاورې کړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او افغانان دې سوکالي او خپلواکي ترلاسه کړي بلکې د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره مصرف کړي او ددوی ګټې د افغانستان دجګړې په دوام کې نغښتې دي او بس.
نو که ټول طالبان هم راشي سوله وکړي او اصلحه پر ځمکه کیږدي خو چې ترڅو دلته اشغالګر حرامیان موجود وي دا مرګونې جګړه به کراره نشي او نه به افغانان د امن او یوالي په ټغر کیني.

لکه پرون چې حکمتیار د ښکیلاکګرو سره جنګیده او ددوی په ضد یې د جهاد فتواې ورکولې نن یې چې د کابل لاسپوڅي رژیم سره ددوی په شتون کې سوله وکړه، همغه مجاهد، غازي او په دین مین حکمتیار اوس د طالـب سره جنګ ته مټې رابډوهلـې دي او د طالب په ضد فتواې ورکوي.
نو صبابه طالبان هم خدای مکړه که دی اشغالګرو په شتون کې د کابل بې واکه حکومت سره سوله وکړي د حزبیانو او د خپلو لاسپوڅو په څیر به یې له نورو سره جنګه وي هغه که دې داعش ترنامه لاندې ډله وه او که بل څوک وو خو جنګ به روان ساتي .
ځکه امریکا نه غواړي چې افغانان خپلواک شي اویو والۍ ترلاسه کړي دوی پوهیږي که افغانان سره متهد شي او د جنګ پرځای سوله وکړي، ددوی ټول ارمانـونه او هیلـې به خاروې شي او هغه اهداف چې اوس یې په جنګ او اختلافاتو کې ترلاسه کوي تلف کیږي.

نو ټول افغانان باید په دې پوی شي چې دلته د اشغالګرو ځواکونو شتون د ټولو بدبختیو او بدبینیو جرلړه ده، تر هر څه دمخه باید اشغال له منځه لاړ شي او صلیبیان بې قیده او بې شرطه زمونږ خاوره ترک کړي او افغانان پریږدي چې خپلو کې سره جوړ شي او خپلواکه پریکړه وکړي.

نو #افغان_ولسه که غواړئ سوله راشي، خپلواکي او سوکالي ترلاسه کړو راځئ دهیواد اشغال په سوال او په زاریو نه ! د خپلو مټو په زور له منځه یوسو، چې سپېڅلې سولې ته لار هواره شي او تل پاتې ریښتونې سوله رامنځته شي.
کنه داشغالګرو په شتون کې د سولې چیغې وهل، په سولې ملنډې او هسې وخت ضایعه کول دي او بس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close