زمونږ ځینې ملګري نه خودي لري نه خودشناسي صرف خودخواه دي

د ستر مجاهد مولوی محمد یونس خالص رحمه الله په قلم

یو شاعر وایې:

من از بیگانگان هرگز ننالم
که با من هر چه کرد آن اشنا کرد
مونږ له چا څخه شکایت نکوو دا به زمونږ خپل قسمت اونصیب وي چې خلک پیژندلی شو او بیا له خپلې پوهې سره سم له خلکو سره د یووالي یا نه یووالي موقف نیسو.

دا منم د چا چې په چا سترګې خوږې شي او زړه یې پرې ورشي نو د خپلې معشوقې بې پیسو نوکر شي او بیا د دې حق لري چې د معشوقې له بې وفایۍ څخه شکایت وکړي، خو که څوک په یوه خبره سره قول کوي او یا په یوه لاره سره د تللو عهد کوي، دغه وخت طرفین مکلف دي یو تربله هغه کار کې د وروڼو په څیر متحدانه قدمونه واخلي، متاسفانه د دې هومره اوږدې زمانې په بهیر کې مې چې جهاد کې موسره تیره کړې داسې ملګري مې پیدا نکړل چې په لاره سره تر یوځایه لاړشو او د دې وجه داده چې زمونږ ځینې ملګري نه خودي لري نه خودشناسي صرف خودخواه دي او د خود خواهۍ بد مرض یې دې ته نه پریږدي چې خپل خیر هم د ټولنې په خیر کې ولټوي بلکې د ((میم زرما ټوله زما))په څير وړې وړې خولې یې هومره ارتې دي چې د افغانستان یو ښار نیولی نشي او د عراق د مقابلې غورې وهي او فکر کوي چې په مسکو به د ده بیرغ ورپیږي داسې خلک ځانونه نه پیژني او دخپلې کمزورۍ احساس نشي کولای خو هومره خودخواه دي چې په اسلام هم اعتراض کولوته لمسیږي چې له همدې کبله د اسلامي امامانو په خلاف له خپله ځانه قرآن تفسیروي اوعالمانو ته په سپک نظر ګوري.

یوه ډله داسې خلک هم شته چې د خودۍ، خودشناسۍ او خود خواهۍ درې واړو څخه بې برخې دي، تل ورته ځان پاتې او پرېوتی ښکاري او په اصطلاح هر چاته به لکۍ وهي، چې څه ورسره وکړي، چې له دې خلکو څخه هم څه نشي جوړیدای، یو ډول خلک شته چې ځانونه پیژني، له ځانه ښکته اولوړ ګوري، خو متاسفانه چې خودي یې له لاسه ورکړې، لوړو خلکوته لکۍ وهي او دلاندې خلکو په مقابل کې بیا هومره خودخواه دي، چې هډو انسان ورته نه ښکاري، داسي خلک به کم پیدا کړي چې خودي ولري، د هرچا په مقابل کې حق ووایي او د ووړ نه ووړ ته هم غوږ کیږدي او حق واوري او عملي یې کړي زه دغه شانې خلک لټوم، نه له بې همتو چاپلوسانو سره شپې ورځي تیریږي، نه له مغروره خود خواهانو سره، نه دا منلای شم چې چاته سر ښکته کړم او نه له سرکوزي سره انډېوالي کولای شم، زما ډیر آشنایان له ما څخه بیزاره شول، ځکه دوی پخوا له ماسره یو ډول خبرې کولې،خو اوس یې چاپلوسي هیئت ونیو او زه وپوهیدم چې له داسې خلکو څخه څه نه جوړیږي، نو ورسره مې وضعه بدله کړه او پخپله مخه ولاړل.

زمونږ مجاهدو ملګرو کې هم دغه شانې څه خبرې شته، خو هغوی پرمونږ حق لري، چې ویې پوهوو چې نه هومره خودخواه شي چې د متکبر او کبرجن اطلاق پرې وشي او نه هومره خپل ځان ورته نه څه ښکاره شي چې خودي له لاسه ورکړي او تل نورو ته لکۍ ووهي، زه ځانته پاتې یم، ځکه زه دا حق نه شم پټولای چې افغانستان د افغان مسلمانانو دی هغه خلک چې د اهل تشیع په پلمه غواړي ایران په افغانستان کې د یوې هډې حیثیت ولري یا هغه چې د سلفي په نوم یو بل دولت ته هډه جوړه کړي هیڅکله هم افغانان ندي لکه خلقي او پرچمي چې افغانستان یې د روس مستعمره کوله او کوي یې افغانان نه شو بللای نو هغوی چې دغه شانې خلکو ته لکۍ وهي د خودۍ احساس یې کمزوری دی او زه ورسره نه شم تللای همدغه راز هغه چې د څوکۍ او منطقې د نیولو لپاره د مسلمانانو وینې تویوي او د خودخواهۍ په بد مرض اخته دي زه ورسره تللی نه شم ځکه دوی له کافرانو او اهل تشیع سره تللای شي خو د دې لپاره چې څوکۍ ترې ونه نیسي له پخواني پاچا سره نشي تللای زه وایم مونږ مسلمانان یو او ټول مسلمانان مو وروڼه دي نه خو د هغه چا لمن کې ځانونه اچوو چې افغانستان یې وخوړ او بالآخره یې دغه مصائب ورته رواړل او نه خو د افغان په نامه له هغه چا سره تللای شو چې دلته د نورو لپاره کار کوي او یا د اسلام پرضد روان دي که نن سبا د افغانستان د مظلوم ملت په جهاد تجارت کیږي نو د هغو خلکو له لارې کیږي چې څوکۍ غواړي او یا اقلاً دې ته ندي تیار چې واقعا اسلامي حکومت راشي که څه هم دی په کې یوه څوکۍ هم ونلري د خدای دین لپاره اخلاص غواړي او پوره اخلاص هلته متحقق کیدای شي چې انسان د خدای د دین لپاره مال سر او ټولې هستۍ څخه تېر شي مونږ په همدې ترتیب له خدای سره تعهد کړی او له خدایه غواړو چې دا تعهد ترسره کړو ولو که یواځې هم پاتي شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close