زموږ د کلي سراچه / سميع الله تړون

زما د کلي سراچه موټر د ارګ په څير دى

مخکنى سيټ يوه چوکۍ تقسيم په دوه نفره

او ډريور لکه جانکيرى واک يي ټول د ده دى

د دوهم سيټ سورلۍ څه ليرې څه نزدې کوزه شي

لکه د دى رنځور حکومت د وزيرانو شورا

چې ځينې غړي يې موده تر سره ورسوي

او ځينې غړي يې په نيمه لار له سيټه کوز شي

او د ډالې سورلۍ تياره پارلمان غوندې ده

چى د چا ډير ضرورت نه وي ورته نه ورخيژي

د سراچې څلور ټيرونه د ملت په څير دي

چى د دى ټولو بدبختيو بار په شا ګرځوي

خو ډريوره دومره برګې سترګې مه ګرځه نور

ته هم پردى يې او ليسنس دې هم جعلي دى ګوره

د دې ښارګوټي لويو لارو باندې مه ودريږه

ګوره طالب د ترافيک په شانته لارې څاري

درباندې پېښ به شي موټر نه به دې باد وباسي

استاده تا به له موټره هم برباد وباسي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close