زندانيان: په پلچرخي زندان کې د پښتو او فارسي په نوم تعصب مخته وړل کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۶) الماس خدرخېل

د پل چرخي زندان يو شمير زندانيان وايي، چې په زندان کې د ننه ورسره د پښتو او فارسي په نوم تعصب مخته وړل کېږي.

د نوموړي زندان يو تن بندي حماس وردګ کابل ټکی کام ته وويل: (( په پلچرخي زندان کې پښتانه د فارسيوانانو تر اثتسمار او ځورنې لاندې دي، د نوموړي په وينا د محبس د قطعې قومندان (باقي خان) چې فارسي زبان دی، د پښتنو زندانيانو سره د پښتو پر سر شخصي تزاد مخته وړي او زوروي يې.

د ياد زندان يو بل پښتون زنداني عبدالله بيا وايي، چې دلته فارسيوانان چارواکي، پښتنو ته بيخي د افغان په سترګه نه ګوري خو بل پلو پښتانه قومندانان او ساتونکي ورسره ښه چلند کوي.

نوموړی زياتوي، چې په زندان کې د لوړپوړيو چارواکو تر منځ په چوکيو باندې هم کشمکش روان دی، هغه چې فارسيوانان دي کوښښ کوي چې په زندان کې خپل نفوس زيات کړي.

د زندان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته تائيد کړه، چې دغلته د پښتنو زندانيانو سره د فارسي زبان چارواکو له خوا زياتی کېږي او زورول کېږي.

د پلچرخي زندان د بنديانو يو تن مسؤول له چارواکو وغوښتل، چې دوی ته دې هئيت ورولېږل شي، ترڅو دا قضيه له نږدې وڅېړي او د بنديانو مشکلات په نظر کې ونيسي.

بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې هم د ياد زندان يو شمير بنديانو په دې خاطر په اعتصاب لاس پورې کړی و، چې په دغه زندان کې سياسي بنديانو ته بشري مرستې نه رسول کېږي او د ژوند له ډېرو سهولتونو محرومه دي.

په پلازمينه کابل کې د بګرام او پلچرخې په شمول د افغانستان په ټولو زندانونو کې داسې بنديان شتون لري چې د بند قانوني مودې يې هم له ډېر وخت راهيسې پوره شوي دي، خو بيا هم تراوسه د زندان په تورو تيارو کې بې موجبه ساتل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close