زه د ښار په مرکزي چوک کې ولاړ يم

شعر : اسدالله غيرت / پکتيا

لور مې وږې

زوی مې وږی

کور ودانه مې خفه ده

خپل بې وسه ژوندانه ته

تويوي له سترګو اوښکې

………….

چې سحر له کوره وځم

په تن خوار بچی مې وايي

پلاره ! ماته به ډوډۍ درسره راوړې

زه د ښار په مرکزي چوک کې ولاړ يم

خرڅوم د ژوندانه شيرينې ورځې

هله راشئ !

هله راشئ !

زه مې ژوند ليلامومه

په تن خوار کمکي بچي ته

پرې ډوډۍ پيدا کومه

۱۳۹۵-۸-۱۰ نيټه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close