زه هیڅ هم نه یم

  ( نصیراحمد ګربز )

د کندز ، کاپیسا، میدان وردګ، ننګرهار او کندهار شهیدو مورکیو، خویندو او وروڼو!

زه ستاسو په وړاندې ځان سخت مجرم بولم ستاسو د وینې هرڅاڅکۍ زما  افغانیت او اسلامیت ته پیغور راکوي د حال په ژبه راته وایي چې ته بې ننګه یې آیا زه ستا خور او مور او ورور نه یم ؟ آیا ته زما سره د ایمان ، عقیدې او هیواد مشترکات نلرې؟

ته زما په سپین بشر د وینو سرخي وګوره زما پرهرونه وګوره چې د ګلونو په شان غوړیدلي دي آیا تا چیرته په اروپا ، امریکا او ….. هیوادونو کې هم میندې خویندې او ماشومان په دې حال لیدلي دي؟

تا ته خپله خور او مور کوم اهمیت نلري ؟ آیا ته زما په دې حال خوشحاله یې؟

زما څه ګناه ده ؟

خو ! زه هیڅ ځواب نه درته لرم ، سرمې ټیټ او سترګې زیړې کړي دي ، زه په خپله بې ننګۍ پوهیږم ، زه د دې وړ نه یم چې د خپلې خور او مور په لاس پخه شوي ډوډۍ وخورم، زه د دې وړ نه یم چې هغه پاک کالي واغوندم کوم چې ما ته خپلې مورکۍ او خورکۍ پخپلو نازکو لاسونو وینځلي.

زه د خپلې مسلمانې پښتنې مور له هغو شیدو شرمیږم چې زه یې پرې رالوی کړی یم فکر کوم چې نه پښتون یم  نه مسلمان یم او نه هم افغان.

نن ، پرون او وړمه ورځ چې زما په مسلمانو افغانو میندو خویندو بمونه وریدل ، د ګردونو او وینو له منځ نه سوي سوي کړیکې، فریادونه او آهونه راختل زه او زما په شان سلګونه افغان ځوانان د تلویزون ښیښې ته ناست وو د کرکټ ننداره مو کوله رښتیا هم زمونږ افغاني او اسلامي احساس ختم شوی دی، باید په خپله بیغیرتي او بې ایمانۍ اقرار وکړو.

زما شهیدې مورجانې شهیدې خورجانې او شهیدو وړو ماشومانو! زه بې له دې چې ووایم ډیر پست او بې همته انسان یم ، بې له دې چې ووایم زما نه د غیرت تمه مه لره ، بې له دې چې ووایم ما هغو ځوانانو ته سپک کتلي چې ستا په ننګ دریدلي ، ستا د پړوني د عزت ساتنې لپاره سر په ورغوي کې ګرځوي ، ما هغوی ترټلي دي چې رښتیا هم اسلامي او ملي احساس لري او د اسلام او هیواد لپاره هرې قربانۍ ته تیار دي . که ما هغو ته سپک نه وای کتلي او ما هغوی ترټلي نه وای او د دې پرځای مې مرسته ورسره کړي وای د هغه ملا مې مضبوطه کړي وای د هغوی پښې مې ښکل کړي وای ، د هغوی سره مې تر پایه ملتیا کړي وای نن به دا حال نه وو،

نن به په مونږ نرښځیانو حکومت نه کولی ، نن به زمونږ د خویندو میندو عزت ساتل شوی وای.

اوس نو ما ته دوې لارې پاتې دي یا به لاسو ته بنګړي اچوم او لوپټه به په سر کوم او یا به د قربانۍ میدان ته راووځم

دا نرښځی حکومت به له منځه وړم او د سرو کافرو سره به مخامخ جګړه کوم.

خو که  له دې دوو لارو مې یوه هم خپله نکړه نو پوه شه چې زه هیڅ هم نه یم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close