زه یې وحشت بولم!

لیکوال: باران (بارانی)

د بې ګناه مسلمان وژنه وحشت او بربریت ګڼم، دبې طرفه مؤمن افغان وژنه ظلم اوستم ګڼم او بیا د ټول غریب، بې وســه اوبې کســه افغان ولس وژنه په طریقه اولی ظلم او بربریت بولم ، ځکه چې افغانان کړیدلي، زوریدلي،غمیدلي خلک دي ،او داپاکه او سپېڅلې طبقه په هر وخت په هر زمان کې تر پښو لاندې شوی، دهر ظالم لخوا نیول شوي، شکنجه شوي،او بلاخره د ظلم په انتها کې په شهادت رسول شوي، چې د بشیر احمد ریان وژنه یې یوه دردونکې مثال دی.

د ریان داسې څه جرم، څه خطا،کومه ګناه وه، چې دمره په ظلم او وحشت سره په شهادت رسیږې، همداسې چې نن ریان په ظلم او بربریت سره په شهادت ورسید، اکثره نور افغانان وروڼه هم همدیته ورته بې ګناه په شهادت رسیدلې دي، په کومه ګناه…! په دې ګناه چې بې طرفه افغانان زړونو کې پاکه او سپېڅلې ایمانې عقیده لري !

په دې ګناه چې زړونو کې پاکي او مفکوره کې تازګي لري ! په دې ګناه چې زړونو کې يې ایماني ډیوه بله ده! همدا یې ګناه ده! ؟ همدا یې خطاده! ؟

خـــو نه نه! دا نه خطا، او نه ګناه ده،  دا انسانیت دی، دا شریعت دی، دا ایمانیت دی، دا اسلامیت دی، او همدا مو افغانیت دی، او همدا زمونګه تګلاره او پښـــــتو ده!

که ته وا چې همدا خو خطاده، همدا یې ګناه ده، زه وایم ستا مفکوره، ستا نظر،ستا عقیده خطا ده،ستا قدم په غلطه ستا تګلاره خطا ده ، ته له انسانیت او بشریت په لاره روان څه چې تیر شوی هم لا نه یې، او له کومې سیمې چې انسانیت کډه وکړي، هلته وحشت حاکم شي، هلته بیا د شیطان صفته خلکو حکمرانې وي، هلته بیا د انسان په جامه کې پټو منافقینو ته د بې ګناه خلکو وژل اهمیت نه لري.

زمونږ د خویندو، میندو،وروڼو، پلرونو په وژلو خوند اخلي، هغوی د بهرنیانو د خوشحالیو لپاره زما خوشحالي اخلي، ما دغم په ټغر کښېنوي او زما په وژلو له خپلو بادارانو څخه په لوړه بیه زما د سر قیمت، او خپل امتیاز اخلې، دوی په حقیقت کې خپل ځان ته په بیعه وحشت او بربریت اخلي، زه یې وحشت بولم زه یې بربریت ګڼم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close