زورواکی قوماندان حکیم شجاعي ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۸)

له اروزګان ولایت نه رارسیدلي خبرونه وایي چې د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
دغه قوماندان چې د غزني په هزاره میشته سیمو کې یې فعالیت کاوو، له تیرې څه مودې راپه دې خوا اروزګان ولایت ته تللی و.
د یاد ولایت سیمیز چارواکي وایي، شجاعي هیڅ ډول رسمي مسؤلیت نه درلوده او یو خپل سری قوماندان و، چې د دوی په وینا؛ نوموړی په ګڼو بشر ضده جنایاتو کې ښکیل او زورواکی قوماندان و.

طالبان وایي چې تیره ورځ دخاص ارزګان ولسوالۍ دکندلان اوجنګه ریغ په سیموکې د دغه قوماندان ملیشو پرې برید وکړ چې په ځوابي برید کې یې د نوموړي د مرستیال (فکوري)په ګدون۲۲تنه ووژل اودقومندان شجاعي په شمول یې ګڼ ژوبل کړل.

تازه رسنیز شوي خبرونه وایي، چې نوموړی هم په دې برید کې وژل شوی او ګڼې وسلې او مهمات یې د طالبانو لاس ته ورغلي.

خو تر اوسه په رسمي توګه د نوموړي د وژل کیدو پخلی ه نه دی شوی.

قوماندان شجاعي پنځه کاله وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر وژلو، ځورولو او ربړولو تورن شوى و، حکومت څو ځله د هغه د نيولو امر وکړ، خو امنیتي ځواکونه  له ټول ځواک سره سره ونه توانیدل چې نوموړی د قانون منګولو ته وسپاري.

دا په تیرو څو اونیو کې دوهم زورواکی قوماندان ده چې د طالبانو د بریدونو ښکار کیږي، تر دې وړاندې د کندهار د امنیې قوماندان چې په ګڼو بشري جنایاتو کې ښکیل و او ارګ یې د لرې کولو بې دریغه کوښښونه کول د طالبانو دپه یوه نفوذي برید کې ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close