زړونه مه ورکوئ!!

شاعر زکریا حقاني

بې شـماره خلک دي چـې یو بل ته جانان ووایې

هــسې دوکه ده چې په خوله درته قربان ووایې

په اوسنـي عـصر کې صـدق کامِل نه دی پـــاتې

هـسـې خبـــرې بـــه د مـینـي په زبـــــان ووایې

پالل یې ګـران دی مجـازي منزل ته نـه رســیږي

میـنه هـغـه ده چې له زړه نه درته ګـران ووایې

دلـیل یې مـه نیسه چې ژبـه یې خـوږه چـلیږي

چـې مـحـبت اظـهار په تشه خوله اسـان ووایي

خپلو سینو کې یې سمبال کړئ زړونه مه ورکوئ

چـې تکـبر غـرور پـیـدا کړي ځان ته ځان ووایي

نن سبا میني عارضي شوې چې یې قدر کم شو

کني دا واړه هـــــوښیاران دې په ایـــمان ووایي

زکریا راشـه ترینه وپوښــته د ژونــــــد خاطـرې

دغه احوال بـــه درته اوښکې او ګـریوان ووایي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close