د شمیم خوب که د زوال سرټکی؟

ع. حبيبي

په داسې ځمکه او زمانه کې ژوند کوو چې چاپیریال مو له هغه لاسه کنټرولېږي چې په ټولو دیني منصوصاتو کلتور، منطقه او اقتصاد کې مو دښمنان دي.
ځکه نو ټولنه خپل سرې او سل سرې شوه، ماشومان یاغیان شول، سیاستونه پروژیي او دین، وطن ته خدمت او نور شعارونه ورته ګټنلارې شوې.
د آسیا په زړه کې د شاوخوا ۵۰ هیوادونو وجود افغانان په ۵۰ ډوله بدبختیو، بې لاریو او دښمنیو اخته کړل. د قدرت په ګدۍ کېنول شوو ته هره ورځ د نوو تباکاریو او د بادارانو لخوا د ورور وژني د نوي فکر انسټالیشن کېږي. د اشغال کېنسر مو د ګران هیواد وجود نیولی، د امریکا ترچترلاندې دوه سرې اداره او ترهغې لاندې لسګونه روزل شوي او ریموټي حاکمان په اولس مسلط دي، او لکه د ازاد بازار غوندې د خپل ملت په وژنه کې یو تر بل وړاندې والی او د ډالري امتیاز او مکافات ترلاسه لپاره په تر سره کړي وحشت د خپلو بادارانو په وړاندې دوه ساعته په لنګتۍ اتڼ وهي.
خبره د پکتیا د والي تر نوې بابولالې رایاده شوه. (په جګړه کې نیول شوي طالبان تر قضا او څارنوالي مه رسوئ!) شمیم کټوازي دا خبره تېره ورځ د پکتیا دنوي امنیه قومندان د معرفي په مجلس کې عسکرو ته په خطاب کې کړې ده
شمیم د ولسي جرګې د وکیل نادرخان کټوازي له کورنی څخه دی، د ده اصلی ځای د لوی کټواز د خیر کوټ ولسوالي د محمد حسن (مداسن)کلی دی. نادر او شمیم دواړه د کټواز له نامه په ګټه او د پکتیکا په پنډ د کابل تر چړچو او د انسانانو تر قصابو ورسېدل.
له شمیم کټوازي سره مې لومړی ځل کلونه وړاندې د کابل کوټه سنګي سیمه کې د وکیل نادرخان په کور کې ولیدل. سهار اته بجې یې کورته ورغلم، وکیل له خوبه راپورته شو او د میلمنو په کوټه کې چایو ته کېناستو، لږ وروسته مو کاغذ او قلم په کار شول، وکیل په یو نا اشنا نوم نعره وکړه او یو لغړزنی صحرایي ډوله هلک راغی ، له وکیله مې د ده په اړه پوښتنه وکړه، راته ویې ویل نوی مې راوستی او موټر مې ورزده کړی، نه یې مکتب ویلی نه خط لیکلای شي او نه د بازار له ژونده سره بلد دی، بس له ماسره به ګرزي یوشی به لاترې جوړ سي.
درې کاله وروسته اتفاقا په میهمن هوټل کې سره مخامخ او بیا کابل پوهنتون ته لاړو، پوښتنه مې ترې وکړه: دپوهنتون کارډ دي څنګه ترلاسه کړی؟ ویې ویل د ادبیاتو په پوهنځې کې مې داخله کړې ، درسونه نشم ویلای مصروف یم(!) روپۍ ورکوم او دوی مې حاضري لګوي. ورته ومې ویل هغه نورصنفونه دي چرته وویل؟ پوره ځواب یې رانکړ یواځې دومره چې اوس هغه پخوانی وخت نه دی. لږ وروسته یو ملګری کوټې ته راننوت او مجله یې په لاس کې وه، راته ویې نیوه او زیاته یې کړه : دا د کابل پوهنتون د ادبیاتوپوهنځې مجله ده چې دا ښاغلی یې چاپوي. کیدای شي دوی به زما په حیراني پوهېدلي وي ، ځکه ما شمیم په هډ او مازغه پېژانده چې لاتر اوسه خو الف ته کوتک وایي نو دا څنګه د مجلې مشر شو! ځکه یې بې ځنډه راته وویل: صاحبه چې دا چالاکۍ ونکړو ، روپۍ ونه شیندو ولاکه څوک چوکۍ راکړي!
همدغه فارغ التحصیل(!) یو وخت له ګډوډۍ او دولتي امکاناتو په استفاده دکابل په لارو کوڅوکې د اولسي خلکو او آن د پولیسو د ډبوونکی بانډ غړی او توپک تړلی سکورټی شو.
وروسته د عقیدوي رشتې په اساس د ټولټاکنو پر مهال د اشرف غني – چې د خلق ګوند پخوانی غړی دی- د کمپاین ستړی کمپاینر شو، چې بالاخره د مصرف شوو ډالرو په بدل کې ورته د سلاکار څوکۍ ورکړله شوه.
نموړی د اشرف غني له شاوخوا ۵۰ هغو مشاورینو څخه دی چې تر اخېره هم پوه نشو دنده یې څه ده، خو ډالر یې په اشرف غني پور ول او هغه ورته د دولت له بودیجې اداکړل.
وروسته بیا هغه د پکتیا دوالي په حیث مقرر شو .
د واکمنۍ دغه خمار د زور او شور په ګودر نوی قدم ایښی ، منډه چا ورزده کړې خو د سر جنګېدلو خطر یې ورته ندی ښوولی او د ورڅېرمه حالاتو درک یې خپل نه دی، ځکه نو وایي چې : پشو کجااست؟!
ویښ نړیوال او افغان اولس خو هسې هم پوهېږي چې افغان دولت ، یعنې څه؟ هسې هم داورته معلومه ده چې دجنګي قانون او اصولو خبرې، د سالمې او خپلواکې حکومتولۍ خبرې او په یوه هیواد کې د لسو حکومتونو د نه موجودیت خبرې اپلتې دي، درواغ دي او دوکه ده ، ځکه نو دېخواته نه ځو چې ولي- یو والي په عین حال کې ولسمشرهم دی، څارنوال هم دی، قومندان هم دی او قاتل هم ؟ چرته دی هغه اساسي قانون، نړیوال قوانین، او د څار ادارې؟
خو شمیم استاذ (!) ته باید ورپه یاد کړو چې خوله د هرډول خبرو لپاره نه ده، ستا دغه لفظي لغته ستا دوار خطایي او له غني تر ټرمپه پرلویو بادارانو او پاشلي نظام د بې باورۍ رڼه څرګندونه کوي. ته باید په ډېرو شیانو پوه شې، ته باید و پوهېږې چې طالب یو خیال نه او یو ټاکلی عدد هم نه دی، بلکې د اولس له غېږي ټوکېدلی قوت دی ځکه په توپونه او ټانګونو هم مات نشو او دا ستا ګواښ خو د اوبو په سرخاشه ده، طالب اوس د اوربند سوالګر نه ، بلکې هغه ادرس دی چې د هیواد د جګړې اصلي لوبغاړي او مستکبرین به دوی ته ننه واتې کوي. ته باید د یوڅو هغو واقعات هم ولولې چې تر تاوړاندې یې دا ډول خبرې کړې وې.
ته د هغه اساسي قانون چې په بون او بروکسیل کې جوړ شوی او ته یې د نقض په تور دورځې لسګونه کسان وژنې او محاکمه کوې، ترټولو سترناقض یې ، بیابه له تا د قانون د تنفېذ څه تمه وشي، او اخیر دا قانون بیا دی د چالپاره؟
ته باید خپله خبره د خپل دین او شرم په تول هم وتلې، ځکه د امریکا او اسرائلو په ګډون هیڅ یو کافر په خپل دین کې داډول ازاد لاس او وحشي وجدان نه لري، تاکافر ته د مسلمان شمله ټیټه کړه او مسلمان دي تر کافر لوړ خونخوار او د خپلې وینې او تن دښمن معرفي کړ.
خیر دی که دا نه درته وایم چې د کټواز رنګ او نوم درسره بد شو، د دې پوښتنې حق خو لرم چې درڅخه ویې کړم چې : که اوس – فرض کړه – طالبان هم اعلان وکړي چې عسکر خبرې او سپناوي ته مه پرېږدئ، نو ته به د څومره ډېرو خلکو قاتل یې؟ او همدغه د دواړو لوریو بې دریغه وژنه بیا د افغان وژنې د پټې صلیبې پروژې برخه ده او که نه؟
ته باید پوه شې چې مرګ ویاړ نه دی، مرګ لار نه ده، مرګ ګټل نه دي او مرګ له ځانه سره مرګ لري. او له ماسره سر له اوسه دا وېره ده چې دا وزر او الوت به دي ضرور د هلاکت او مرګ خندق ته واچوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close