( زیکا ) یا د نوي زېږېدلي ماشوم دماغي ناروغي

حکیم : سمیع الله

زمونږ په ټولنه کې ډېر لېدل شوي دي چې ېو ماشوم به د لومړي پېداېښت پر مهال ځېنې نامنظم حرکات کول او بیا به یې د کال په پوره کېدو د قدم په پورته کولو یا خبرو کولو کې ستونزې ولېدل شوې نو ورته به وېل کېدل چې دا ستونزې یې مورزادي دي چې له موره زېږېدلی نو د ژوند کولو حرکات یې نامنظم وو.

د دا ډول کمکي یا ماشوم درملنه به چا نه کوله او تر آخره به ورته د ټولنې وګړو لیونی، بې سده بېحاله (بېعقله) وایه چی د دې مرض اصلي لامل چې د واېروس په وسیله دا ناروغي رامېنځته کېږي څرګنده شوه، د برتانیې روغتېا پوهانو د دې مرض چې ورته عصبي ناروغ هم وېل کېږي د (زیکا) په نامه واېروس وپېژانده چې دا واېروس د وینې ګډ ژوند او په ځانګړې توګه د جنسي اړېکو له امله راپېدا کېږي اکثر دا وایروس په حامله ښځو کې زیات وي چې اولاد یې د زېږون دمخه په ناروغۍ اخته شوی وي چې پخوا به ورته مورزادي عصبي مریض وېل کېده د برتانیې روغتیا پوهانو دا وایروس د ېوه غټ ماشي چې د (آېدس) په نامه ېادېږي لکه چې د ماشي د چېچلو پر مهال په انسان کې زهرجن مواد خواره کړي د زېکا واېروس ترې جوړ شي د مریض نښانې یې په زېړي تبه، د وجود خارښت او د سترګو په سوروالي سره پېژندلی شي که زیکا وایروس د انسان په وجود کې د چېکونکونیا او مکروسفایی سره یو ځای شي انسان د فالج په مرض هم اخته کېږي او اکثره په ماشومانو باندې زیات اثر کوي تر اوسه د دې واېروس واکسین ندي موندل شوي چې روغتېا پوهان یې د موندلو هڅې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close