دحوت ۱۲ دامریکایي ښکیلاکګرو سره دشاهی کوټ جګړه

لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار

د۲۰۰۱ میلادي کال داکتوبر په اوومه چه چه درجب المرجب دمیاشتي له ۲۱ نیټې سره سمون خوري ددوشنبې په ورځ دشپې په نهه نیمو بجو زموږ په ګران ټاټوبي له ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف یرغل وکړ.
هغه مهال زموږ هیواد دګلونو ټاټوبي داسلامي نظام له نعمت څخه برخمن ؤ، دهیواد هره برخه دعدل او انصاف په وږمو معطره وه، هره خوا دالله دسپیڅلي کلام داحکامو دتعمیل واقعي ترسترګوکیدلې، حدود او قصاص حاکم ؤ، هغه څه چه دصدر اسلام له زمانې وروسته یی پرځمکه نمونې کمې ترسترګو کیږی.
هوکی؛ هغه مهال د دی ستر طاغوت سره ډغري وهل کومه آسانه قیصه نه وه دځمکې پر مخ دوخت فرعون د« اناربکم الاعلی»
آوازونه کول او دابه یی ویل اوس دخبرو وخت ختم ده، هماغه مهال یوځل بیا دزمریانو په ټاټوبي، داکبراوملالې په مسکن، دعمراودمنصور په ټابوبي بیا زمریانوسر راښکاره کړ.
مشهور قول ده چه دباز له «ځالې باز الوزی» اویاهم «بازخانه بی له بازه نه وی» همداسی وشول د افغانستان دپکتیا ولایت بلکی لویه پکتیا چه ښکیلاکګرو او سرو روسانو ته یی دسر په کاسه کې اوبه ورکړی، خپله خاوره یی ددوی عسکروته مقبره ګرځولی وه او په غرونو کې یی اوس هم د جهاد سنګرونه له ورایه معلومیږه دپکتیا دغرونو جګې او دنګی څوکې ددی ټاټوبی دوګړو دغیرت ترجمانی کوی، پکتیاپه خپل غیږ کې منصوریان اوحقانیان روزلی هوکی: دامریکایی ښکلاکګرو په وړاندی دمقابلي امتیاز او تاریخي افتخار هم ددوی په برخه شو دحوت ۱۲ وه او۱۳۸۰کال ؤ دامریکایی ښکلاکګرو دحملې لاکال نه وه پوره چه منصور ابن منصور یی مقابلی ته راودانګل او مخامخ حملې یی ورباندی وکړی ددوی طیاری یی وویشتلې او په وحشی عسکرو یی دشاهي کوټ د دنګو او اسمان څکو غرونو شیلې ډکې کړی.
نړیوالو ته یی بیا دافغانستان غیرتي تاریخ وځلولو او دایی ورته وښودله چه ددی غیرتی ټاټوبی وګړی دناټو عسکرو ته دټوپک په ژبه ځواب ورکولی شې، او دایی ورته وښوده چه دناټو هغه عسکر چه له هوا څومیلۍ اجسام هم کشف کولای شی طالبجان یی څنګه مقابلې ته رادانګی او دټکنالوجۍ پروا یی نه لری.
دشاهي کوټ جګړه که دزمانې لحاظه وګورو ډیری لاسته راوړنې لری.
دبګرام دزندان یوبندی ویل په زندان کی یی دخپل نشان سره یولوی ښامار رسم کړی ؤ (اناکوندا) په نوم او ویل یی موږ په افغانستان کې دا لوی ښامارمات کړی.
خو داسی نه وه چه ښاماریی مات کړ او نوربه پرافغانانو کې دمقابلې توان نه وی بلکه دایی مقدمه وه دشاهی کوټ معرکه یرغلګرو ته پیغام لرلو چه دافغانستان خاوره دامپراتوریو هدیره ده دلته تاسو کله هم دآرام ساه نه شی اخیستلای اودا دبریدونو پیلامه ده همداسی ده نن چه دیرغلګرو دحملې۱۷کاله پوره کیږی خپله په دی خبره اعتراف کوی.
د اسلامی نظام دحاکمیت اویرغلګرود نابودی په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close