ساختماني شرکتونو د کورنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي خیمه درولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱)

د کورنیو چارو د وزارت مخې ته د شاوخوا ۲۰۰ ساختماني شرکتونو استازو له دې امله اعتراضي پرلت کړی، چې ګواکې یاد وزارت یې ۷ میلیارده افغانۍ قرضدار دی او خپلې پیسې یې نه ورکوي.
د یادو ساختماني شرکتونو استازي داود طوطاخیل وایي، ساختماني شرکتونو ته د دې وزارت د تعمیراتو ریاست د تیرو څلورو کلنو پیسې نه دي ورکړې او تر هغو چې دولت یې د ورکړې قوي ژمنه نه وي کړې، د دوی اعتراضي تحصن به روان وي.
شرکتونه وایي، دوی د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د هغو پروژو کارونه سرته رسولي چې د یاد وزارت له خوا ورکړل شوې، خو اوس یې پیسې نه ورکول کیږي.
په عین حال د کورنیو چارو وزارت د سوداګرو دا ستونزه مني خو زیاتوي چې له یادو شرکتونو څخه یواځې دوه میلیارده افغانۍ قرضدار ده.
وزارت وایي، یواځې هغو شرکتونو پیسې یې نه دي ورکړې چې کارونه یې له ستونزو ډک و.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت د فساد د مور نوم ورکړی و، خو د وزارت مسؤلین اوس وایي چې په ځینو برخو کې یې اصلاحات راوستلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close