ساینسپوهانو د لوط علیه السلام د قوم د هستوګنځایونو په اړه تازه حقایق کشف کړي

د ساینس پوهانو لومړنیو تحقیقاتو ثابته کړې چې له ننه 3700 کاله مخکې د مړ سمندر شمال ته پر پرتو سیمو باندې له اسمانه پر ښارونو او زراعتي سیمو یوه ستره وېروونکې چاودنه شوې ده. د دې سیمې اوسېدونکي په تورات کې د سدوم او عمورة او په قرآنکریم د لوط (علیه السلام) د قوم په نوم یادیږي.

د نیو میکسیکو په البوکیرک ښار کې د Trinity Southwest University پوهنتون د لرغونو آثارو متخصص، فیلیپ سیلویا، ویلي، په کاربون باندي د تاریخ تکنالوجۍ استعمال او هغه کانونه چې د یوې نهایي ګرمې درجې د تودوخې له کبله په سملاسي توګه ویلي شوي دې ته اشاره کوي چې دلته د نیزک په نوم اجسام پر دې سیمه رالوېدلی دی.

نیزک په لمریز نظام کې د یوه داسې جسیم څیز نوم دی چې له ډبرو څخه جوړ شوی، او حجم یې د شګو د کاڼو او یا د غټو ډبرو په شان دی.

له آسمانه راغورځېدلي نیزک د اردن په غور الأوسط  سیمه کې، چې 25 کیلومتره اوږدوالی لري، هر څه له منځه وړي دی.

په غور الأوسط  سیمه کې پنځه سترې کندې پکې جوړې شوې دي. دا دې ته اشاره کوي چې دا ټول د هستوګنې ځایونه وو، چې مازدیګر مهال په یوه ناببره ویجاړوونکې پېښه کې له منځه تللي دي.

لرغونپوهان د خپلو تحقیقاتو په اساس وايي چې یادې سیمې ته څېرمه 120 نور کوچني هستوګنځایونه هم د دغې چاودنې د نهایی سختې تودوخې او سختو طوفانونه له کبله زیانمن شوي دي.

سیلویا وایي، په غور الأوسط  سیمه کې له 40000 تر 65000 پورې خلکو ژوند کاوه، چې د نیزک چاودنې له کبله ټول له منځه تللي دي.

د راډيو کاربن په واسیله ترسره شوي تحقیقات ښيي چې د نیزک چاودنې له کبله د تل الحمام ښار د ټولو کورونو او کلاګانو خټین دیوالونه هم ایره شوي، چې یوازې د ډبرو د سنګکارۍ بقایا یې پاتې ده.

د ډبرو ځینې داسې ټوټې هم موندل شوې چې د سختې تودوخې په پایله کې په شیشو بدلې شوې دي. سیلویا وایي چې دغه عمل یوازې د تودوخې د نهایي وروستۍ درجې په پایله کې د یوې ثانیې په موده کې ترسره کېدای شي. یعني، دا داسې تودوخه ده چې د لمر له تودوخې سره برابره ده.

لرغون پوهانو ویلي چې پر یاده سیمه داسې غښتلي طوفانونه هم تېر شوي چې کوچنۍ معدني کوروي دانې یې جوړې کړې، چې د تل الحمام په سیمه کې اوس هم پرتې دي.

تحقیق کوونکي وایي چې دا کوچني کوروي اجسام د سخت انفجار په پایله کې منځته راغلي او په تعقیب یې سختو طوفانونو په کروي اجسامو بدل کړي دي.

لرغونپوهانو پر دغه تحقیق باندې ۱۳ کاله کار کړی او د روان ۲۰۱۸ز کال د نومبر په ۱۷مه یې د یاد تحقیق پایلې د امریکا د ختیځ تحقیق پوهنې بنسټونو په کلنۍ غونډه کې وړاندې کړي، چې په دې وروستیو کې د سیانس نیوز له خوا خپرې شوې هم دي.

ــــــــ

س: الجزیرة

ژ: عزیر اسدخېل

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close