سبا افغان او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د برخليک په اړه غونډه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرأت وايي، ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان او پاکستانيو چارواکو تر منځ په پاکستان کې ميشت د ناثبت افغان کډوالو پر سر خبرې وکړي.

د جرأت په وينا، په دغه ناسته کې په دغه ناسته کې به د ۱،۲ميليونه افغان کډوالو د ستونزو په حل او د هغوی د برخليک په اړه بحث وشي څو هغوی ته په قانوني توګه پاکستان کې د اوسېدو زمينه برابره شي.

نوموړی وايي، دغه ناسته د (عمل د ګډ پلان) د چوکاټ برخه ده چې د افغان کډوالو د ستونزو ارزولو په اړه په کابل کې پرې خبرې شوې او دوهمه غونډه چې اسلام اباد کې کېږي د معينانو په کچه چارواکو به پکې ګډون لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا (دوه ميليونه او شپږ لکه) افغانان اوسېږي چې نږدې (يونيم ميليون) يې ثبت او پاتې نور ناثبت دي.

پاکستان کې د “PTI” حکومت تر راتلو وروسته د دغه هېواد لومړي وزير عمران په خپلې وينا کې وويل، چې پاکستان کې زېږېدېدليو افغانانو ته به د دغه هېواد پاسپورټ او شناخت کارتونه ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close