سبا به ”سلګونه“ دولتي عسکر د طالبانو له بنده خوشي شي

سبا د عرفات په ورځ به د طالبانو له بنده سلګونه دولتي عسکر ازاد او خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.

طالبانو نن (د زمري ۲۸مه / ۱۹ اګست) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی مشر، شیخ هبة الله اخندزاده، د بندیانو چارو کمېسیون ته امر کړی چې د خلاصون پر شرایطو برابر بندیان باید د اختر په خوشحالیو کې له بنده ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

طالبانو ویلي چې د خپل مشر په امر یې ”د بنديانو چارو کمېسيون له لوري سلګونه بندیان د خلاصون لپاره مشخص شوي او د خلاصون لپاره د چمتووالي پر پروسه يې کار روان دی.“

د طالبانو په خبره، ”خوشي کېدونکي بندیان به د خلاصون د پروسې تر تکميل وروسته سبا دوشنبه د ذوالحجې پر ۹ نېټه خپلو اقرباوو ته وسپارل شي تر څو د اختر په خوښيو کي له خپلو دوستانو او کورنیو سره شریک شي.“

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د یادو بندیانو بشپړ معلومات به هم له خلاصون وروسته د بنديانو چارو کمېسيون لخوا د اسلامي امارت له رسمي چینلونو څخه اعلان کړل شي.“

د یادونې وړ ده، طالبانو په تېرو اخترونو کې هم سلګونه دولتي سرتېري، چې د جګړې پر مهال نیول شوي، له خپله بنده ازاد کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close