سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۴) سبا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره د ۲۰۱۹ م کال د غوراوي جام سياليو لپاره دوهمه لوبه کوي.

تېره ورځ د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لومړنۍ لوبه وه.

د پرونۍ لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او لومړی يې توپ اچونه وکړه، افغان لوبډلې په پنځوس اورونو کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې خو سکاټلنډ ټاکلی هدف په اته څلوېښتم اور کې پوره کړ او لوبه يې د اوو ويکټو په توپير وګټله.

افغانستان ته پکار دي، چې راتلونکې درې لوبې چې دوهمه يې سبا له زېمبابوی او درېيمه يې له هانک کانګ سره او څلورمه يې له نيپال سره ده بايد وګټي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام غواروي سیالۍ د ۱۰ ټیمونو ترمنځ په زېمبابوې کې پیل شوې دي، د دې لوبو درې ګټونکي ټيمونه به د سوپر سکس په نوم سياليو ته لاره پيدا کوي او د سوپرسکس پړاو کې به هره لوبه درې نورې لوبې کوي او د دوه لوبو په ګټلو سره به نيمه پايلوبې ته ووځي او د نيمه پايلوبې په خپلولو سره به يواځې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړيوال جام سياليو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close