سبا د ټاپي پروژه پرانیستل کیږي؛ اړوند معلومات، او تاریخي مخینه یې

ددې پروژې دلاري افغانستان خپل صنعت ته وده ورکولای شي او د دې ترڅنګ د دولت په عوایدوکې به دنورو ټکسونوسربیره هرکال یوازي دګازو د صادراتو له کبله ۴۰۰ میلیونه امریکايې ډالره اضافه کیږي

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب۳ )
سبا د تاپي په نامه د ګازو د نل لیکې پروژه چې په مټ به یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لیږدول کیږي پرانیستل شي.
تیر ۲۰۱۶ کال کې د دې پروژې ټول مالي لګښت شاوخوا اته ميليارده ډالره اټكل شوى و، چې د آسيا د پراختيايي بانك او د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا به ورکول کیږي .
دا پروژه د افغانستان په معاصر تاريخ كې تر ټولو لويه اقتصادي پانګوونه بلل كيږي.
ددې نل ليكې ټول اوږدوالى ۱۷۳۵ كيلومتره دى چې ۷۰۰ كيلومتره به يې یواځې د افغانستان له خاورې تېريږي.
د نل ليكې ۱۴۷ كيلومتره برخه به يې په تركمنستان او پاتې يې د پاكستان او هندوستان په خاوره كې تطبیقیږي.
د ۲۰۱۰م كال په دسمبر كې د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې ددې نل ليكې په اړه نهايي تړون لاسليك شو او پرېكړه وشوه چې عملي چارې به يې د ۲۰۱۵ كال په دسمبر كې پيل او د ۲۰۱۸م كال په پاى كې به پاى ته ورسيږيخو دنا امنۍ او کمزورې حکومتولۍ له کبله یې کارونه وځنډیدل .

د ټاپي د نل ليكې قطر ۱۴۲۰ ميلي متره دى چې د ګازو د انتقال ټول ظرفيت يې ۲۹ ميليارده متره مكعبو ته رسيږي. د نل ليكې اوږدوالى ۱۷۳۵ كيلومتره دى چې د تركمنستان د دولت آباد د سيمې نه به پيل او د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او كندهار د ولايتونو څخه تر تېردو ورسته به د پاكستان كوټې او ملتان ښارونو ته ورسيږي. د نل ليكې وروستى تمځاى به د هندوستان د فاضلكه سيمه وي چې د هند – پاكستان په سرحد كې پرته ده.

افغانستان حق لري چې ددې نل ليكې نه په كال كې د ۶۰۰ ميليونو نه تر ۵ ميليارده متره مكعب ګاز وكاروي. او هرکال به ۴۰۰ ميليونه ډالره عايد ترلاسه کوي.

كه څه هم ددې پروژې لومړني پلانونه په ۱۹۹۰يمو كلونو كې جوړ شوي ول خو د روسيې د سختو مخالفتونو له امله عملي نه شول او ددې پروژې دپېل خبرې څه باندې دوه لسیزې وړاندي په ۱۹۹۴ ز کال کې پېل شوې، په ۱۹۹۶ ز کال کې ددې پروژې له پاره درې اړخیز مجلسونه پېل شول، په ترکمنستان، پاکستان، ختيځ اولویديځ امریکا کې د دې پروژې داقتصادي اوتخنیکي کار لپاره پروګرامونه جوړشول، خو له کوم لیکلی قرارداد پرته،هغه مهال دارجنټاین یوې کمپني بريډاس په ترکمنستان کې دتفحصاتو او اوبوڅه داخلي صادراتوپېل کړي و، دسېمې دسټلايټ اوسیزميک سروې ښودلي وه چې دافغانستان په شمول داسېمه دطبيعي معادنو په ځانګړي توګه دنفتو اوګازوڅخه ډکه سېمه ده، همدا وجه وه چې د لویو هیوادونو رقابتونه همدې سېمې ته راورسیدل .
د ۲۰۰۱م كال د تحولاتو نه وروسته د انتقالي ادارې پر مهال دا پروژه يو ځل بيا را برسېره شوه. او په ۲۰۰۲م كال په دسمبر كې د پاكستان، افغانستان او تركمنستان ترمېنځ په دې اړه يو هوكړه ليك لاسليك شو او له دې سره د آسيا پراختيايي بانك د نل ليكې مالي لګښت پر غاړه واخيست.

د طالبانو د وخت په پاکستان کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د دې پروژې په اړه وایي؛ ۱۹۹۹ ز کال کې هغه وخت چې زه دمعادن اوصنائع وزارت معین وم موږ په عشق ابادکې ددې پروژې په اړه مجلس درلودی، درې ورځي موږ د دروهیوادونو استازو خپلمنځې او دارنګه دهغوکمپنیو د استازو سره مجلسونه درلودل چې په دغه پروژه کې یې داشتراک لیوالتیالرله، که څه هم تردې وړاندې یوځل ماپه دې اړه سفرکړی و او د دې پروژې اړوند ډیرو نورو مسؤلینوهم سفرونه اومجلسونه کړي و، مګر زموږ د ۱۹۹۹ کال ناسته وروستۍ وه، د دې مجلس په دویمه ورځ دیونیکال کمپنۍ په رول باندې ډیري خبرې وسوې، پاکستان په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې داپروژه باید یونیکال مخته یوسي، ترکمنستا دیونیکال سره لیوالتیانه ښودله اودبريډاس کمپنۍ ته یې تریونیکال ترجیح ورکوله، موږ په اوله مرحله کې دپاکستان لوری ونیو، د شپې له پاره دترکمنستان ترکمن باشي یوازي موږ ته یوخاص دعوت راکړ، دډوډۍ دخوړلوپه وخت کې هغه دافغانانو داحسان د یادونې سربیره درې مهمې خبرې موږ ته وکړي، تر ډيره داهغه اسرار وه چې هغوی په عام مجلس کې نه سوویلای.
لومړی: هغه وویل چې موږ دافغانانو داحسان پوروړي یو، دا چې ترکمنستان ازادۍ واخستله، او موږ به کله هم ددې بدله ورنکړای سو، هغه وویل زماله خوابه د تحفې په توګه دوه کاره افغانانو ته خامخا کیږي ، اول داچې زه به ترهغه ځايه چې وتوانیږم دافغانستان ځينوسېموته برق ورکوم او دابه زماتحفه وي.
دوېم : که دغه دټاپي پروژه هرڅومره هم وځنډیږي دابه اخیر دافغانستان له لاري کیږي که څه هم ځينې هیوادونه داکارنه غواړي.
درېم : هغه وویل تاسوته به داحساسیت معلوميږي اویانه؟ خوموږ ته پوره معلوميږي هغه داچې موږ یوکوچنی اوبې دفاع هیواد یو، تراوسه هم موږ دروسانو ترتاثیر اونفوذ لاندې یو، روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې دامريکا پښې دي همدې منطقې ته راداخلي سي، نوکه تاسوهم دپاکستان غوندي دیونیکال غوښتونکي سئ بیاموږ ته داپه ګټه ده چې داپروژه وځنډیږي، ځکه چې زموږ بقا اوامنیت زموږ ملي موضوع ده، په سبا ورځ موږ هم دترکمنستان وړاندیز تایدکړ او د بريډاس دکمپنۍ سره مو یو تفاهم لیک یا Memorandum هم لاسلیک کړ،کوم چې امریکایان یې په غصه کړه.
له دي وروسته په لږ وخت کې امريکایانو په کابل کې خپل دفتربندکړ، یونیکال په کندهارکې فعالیت په ټپه ودراوه او د ملګرو ملتونو دلارې یې په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه ولګول ، بهانه چې هرڅه وه خواصلاستونزه دهم دې ځایه پېل سوه..

افغانستان ته دا پروژه ډیرې ګټې لري چې ددې پروژې څخه په شمال اوجنوب غرب کې دخپلوطبعي زیرمو صادرات په اسانه سره کولای شي اوموږ ددې له پاره کافي اولویې زیرمې په هیواد کې دننه لرو.
همداراز؛ ددې پروژې دلاري افغانستان خپل صنعت ته وده ورکولای شي او د دې ترڅنګ د دولت په عوایدوکې به دنورو ټکسونوسربیره هرکال یوازي دګازو د صادراتو له کبله ۴۰۰ میلیونه امریکايې ډالره اضافه کیږي.
د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وایي؛ د دغې پروژې په اړه د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد لیوالتیا همدا وه چې په افغانستان کې د سون توکو ضرورت په قانوني، اسانه، ارزانه او مصئون شکل باندې پوره شي. همدارنګه د افغانستان په شمال کې د سپړلو یا نورو ناسپړلو زیرمو د لېږد لپاره یوه ښه لاره هواره شي او د ترانزیټ له درکه به هم کافي ډیر عوائد افغانستان ته راشي. همدا راز د کار او امنیت په برخه کې به د افغانستان ډیر خلک په کار ولویږي، او د ملا صاحب محمد عمر هم دلچسپي او لیوالتیا همدا وه چې دا به د دغو هیوادونو ترمینځ د دوامدر او مطمئن ګاونډیتوب لپاره ښه زمینه برابره کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

2 thoughts on “سبا د ټاپي پروژه پرانیستل کیږي؛ اړوند معلومات، او تاریخي مخینه یې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close