ستار سعادت: ولسمشر د خپلو مرموزو موخو لپاره لویه جرګه را غواړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)

د ولسمشر پخوانی سلاکار او سیاسي فعال عبدالستار سعادت وایي، اشرف غني د خپلو ځانګړو موخو لپاره د لویې مشورتي جرګې رابللو ته زړه ښه کړی دی.

سعادت پر خپله فسبوک پاڼه.لیکلي “مونږ پوهېږو چې غني دا جرګه د وطن د خیر لپاره نه، بلکې د شر لپاره او د سولې د سبوتاج یا د خپل واک د دوام لپاره را غواړي چې یو ډول ټاکنیز کمپاین به هم وي. داسې فلتر شوي کسان به راوبلل شي چې د سولې مخالفین وي او په ټولنه کې به یې ځای هم نه وي معلوم“
سعادت استدلال کوي کله چې پخواني ولسمشر د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د مشورتې لویې جرګې غږ اوچت کړ، ولسمشر غني یې دومره غوسه کړی و چې که به کوم رسمي موقف لرونکي هغه غږ بدرګه کړ، دنده به یې د لاسه ورکړه.
نوموړی وایي ، غني د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره پر هر ممکنه ګام لاس پورې کوي، تر څو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ته یوځل بیا تر ارګه ځان ورسوي.
د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس اشرف غني تیره ورځ اعلان وکړ چې لویه مشورتي جرګه به د حوت د میاشتې تر پایه راوبولي، څو د روانې کشالې د حل په موخه د ولس مشورې واخلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close