ستا جیب چې نه ډکیږي نو زما څه ګناه ده؟

لیکوال؛ مولوي فیض محمداغا

د نړۍ هر هېواد استخباراتي اداره لري چې ملک د هر رنګه مشکلاتو څخه وژغوري او د نظامي استخباراتي مداخلو مخنیوي وکړي او ملي مفاداتو ته ژمن اوسي خو بالعکس زموږ دافغانستان استخبارات خپل اولس ته مشکلات جوړوي د پنځو افغانیو پیداکولو لپاره نظارت خانه دخپل اولس څخه ډکه ساتي او د بهرنیو د نظامي کړیو د مداخلې د مخنیوي په ځای یې هرکلی کوي او ملي مفادات د خپل شخصي مفاداتو لپاره قرباني کوي، خصوصاً اوسنی د ملي امنیت رهبري چې د جیب د ډکولو لپاره یې تر هر وخت زیات کوشش روان کړي.
دمثال په ډول د افواهاتو له قوله دنظارت خانې د هر بندي په سر خارجیان تر لسو زیات ډالر د شپې او ورځي لپاره ورکوي خو ددوي مصارف نیم ډالر هم ندي نو کوشش کوي چې نظارتخانه ډکه وساتي. پخوانی(۹۰)ریاست چې اوس په(۲۴۱)ریاست سره ژغ کوي او دتلیفون دلاري نیول کوي په ډیر لږ شبهاتو سره محبس ډک ساتي که څوک شناخت پکښې ولري کولای شي چې خپل مخالف ددوي د لارې د طالب په نامه په آسانه وځپي او وټکوي

زه هم یو داسې کس یم چې په ناحقه یې د کور مخته هتکړي لاسونو ته راواچولې او تر میاشت زیات یې د ازادي څخه بې برخي کړم په جیب کې نغدي افغاني، راډو ، ساعت، ایفون تلیفون او نور سامان مو ددوي حق وه زما غوندي انسانان به ډېر په ناحقه نیول شوي او سامان یې ددوي حق ګرځيدلي.
دځان په څېر مو خپله ولیدل چې اولسي خلګو ته ناحقه دوسیې جوړي شوي او د ماشومانو په څېر پوښتني یې ورڅخه کولې د ګرفتاري په لومړۍ ورځ مو پوښتنه وکړه چې په څه راوستل شوي یم؟ یو سپین ږیري کس چې په معین مشهوره وو او د هیئات تحقیق غړی وظیفه ورکړل شوې وه چې زما څخه پوښتني وکړي، ما ترې وپوښتل چې په څه راوستل شوي یم؟
ځواب راکول شو چې ته زموږ سره جرم نلرې خو ستا په ګرځنده تلیفون زموږ مطلوب شخص ته زنګ وهل شوي دی.

ماته معلومه شوه چې زموږ د میلمستون خادم خپل د ماما سره زما په تلیفون فامیلۍ سره خبري کړي بیا مو هم ورته وویل که چیري د خادم د ماما سره که په کار کې شریک وم او یا یې مشاور وم او یا ترې خبر وم د اعدام مستحق یم .
کله چې دوي ومنل چې ستا راتګ ناحقه دي دبند یوه ورځ مو تقریباً تېره شوې وه دحیرانتیا ځای خو دا وو چې نور ولي په زندان کې ساتل کېدلم، د مسعود وردګ د خلاصېدلو وروسته راته معلومه شو چې شاید د پیسو په بدل کې یې ایله کولم ځکه چې مسعود دوسیه زما تر دوسیې هم کمزورې وه خو بیا هم د پیسو په مقابل کې ازاد شو په هغه کسانو کوم چې دولت اعلان وکړ چې داختر په خوشحالي کې مو شپږ څلوېښت ۴۶ کسان مو ازاد کړه دغه مسعودنامي خو د پیسو په مقابل کې ایله شو .
نور هم شاید زیات د پیسو په مقابل کې ایله شوي وي ځکه ددوي جیبونه ډېر غټ دي ژر نه ډکیږي او دخپل جیبونو د ډکېدو لپاره یې تل مظلوم اولس په یو او بل نامه محبسونو ته اچولي او دا لړۍ دوي د کارمل او نجیب د وخته شروع کړې نو ځکه دوي ته دچا مرګ، زورونه، د یو چا عزت، حیثیت، اسلامیت، تر پیسو پوري هیڅ دي.
همدا وجه وه چې سوله او امنیت په وطن کې له یوې ورځي تر بلي پوري د خرابیدو ورانیدو خواته روان دي او هيڅوک هم د ځان ساتني او د امنیت احساس نه کوي او هر څوک پوهیږي چې ددغو ناخوالو او ستونزو عامل څوک دي خو دا فکر ورسره نشته چې ددغو ناخوالو او ستونزو مخنیوی وکړي.
د ژبني تضادو کښت هم دلته کرل کیږي ځکه چې امنیت کارمندان یوې ژبي والا او بندیان بلي ژبي والا نو همدا وجه ده چې قومونه یو تر بله د لري کیدو په حال کي دي بلکې لري شوي دي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close