ستا حال او زما اندېښنه

لیکنه: ع، حبیبي

…. هغه دی تا ولیده،  هغه ورځ هم راغله چې زما له ډېر ټینګار سره – سره تا بیا هم د هغې راتلل نه منل، هغه دی ته یو ګام نور هم د نامعلوم برخلیک لور ته ورپرېوتې او زه یوه خبره بل هم په خپله وینا کې رښتنی شوم…. له همدې یې پند کړه او باوروکړه چې خدای تعالی به نور هم وخت اړوي او رڼا به د تیارې ځای نیسي.

دا دی ټرمپ د خپلې ماتې د یو بل سند په وړاندې کولو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د هیواد له لري پرتو سیمو دي خپل عسکر راټول کړي. نیویارک ټاېمز امریکایي ورځپاڼي د دریو امریکایي جنرالانو په حواله ویلي چې دا د ټرمپ د پټې سراتېژۍ برخه ده چې تر اوسه افغان حکومت ترې نه وو خبر.

له پورتنو خبرو څخه څو لوی حقیقتونه واضح شول، لومړی دا چې د جګړې واګې له چاسره دي او د افغانستان په سرنوشت لوبه له کومه ځایه کنټرولېږي. دووم دا چې امریکا ستا ارزښت ته نه ده قائله اولا تر اوسه یې هم سراتېژۍ له تا پټې دي. درېیم دا چې دلته د تېر تاریخ تمثیل ښکاري، ځکه روسان هم چې له افغانستانه وتل همدا ستا د بادارانو په څېر یې خپل ټټوګان لویو ښاروته راغونډ او بیا وتښتېدل. او څلورم دا چې د امریکا او ناټو په مټو ستا ناز پوچ خیال و، دوی درنه خپله ګټه واخیسته او یوه ورځ به لکه نن غوندې  خپلې پښې سپکې کړې او تا به د نیابتي جګړې په اور کې پرېږدي.

تاته به د نیشنل انټرسټ ورځپاڼه دا خبره رسېدلې وي چې وایي: ټرمپ نور د خپلو مشاورینو له طرحې نا هیلی شوی دی، ځکه یې فکر د جګړې د ګټلو په لارو چارو نه، بلکې د عسکرو د خوندې راستنولو په موضوع متمرکز دی. هغه زیاتوي چې امریکا نن د انډیانا هوایي ځواک ۳۰۰ سرتېري چې درې میاشتې وړاندې افغانستان ته لېږل شوي ول بېرته امریکاته ستانه کړل. دوی خپل سرتېري خوندې ځایونو ته انتقالوي او تاته وایي جګړه کوه ، وطن دی(!) استقلال دی(!) ترهګرې ده (!) او نور

ته باید درک کړې چې ستا دهغه هیواد چې ته یې د ګټلو او ساتلو په نوم ورور وژني او کور ورانوني ته درول شوی یې د تجزیې او د افغانانو د خپل منځې لاس او ګریبان کولو پلان څومره په فني ډول پرمخ بیول کېږي، کابل کې دوه پاچاهان، شمال کې دوستم پاچا، قندهار کې جنرال رازق او په خوست کې د امریکا د ضربتي ځواکونو قومندان ټولواک دی؛ بلې خواته په امریکا کې د افغانستان سفیر محب الله محب ویلي چې امریکا او افغان دولت ته د ښارونو خوندیتوب مهم دی او لومړی باید د ښارونو امنیت وساتل شي. داسې ښکاري چې د ده په نظر کلیوال افغانان نه دي او یا د امریکا په هڅو جوړه اردو او عسکر د ملت نه، بلکې ښارميشتو ښکرورو او مجرمینو د ساتنې لپاره دي. لنډه دا چې ستا اولادو ته هم ستا د قبر په خاوره جنګ کرل شوی باید هغوی هم پکې ستا په شان سرونه وخوري.

پولیټيکل وایر نشریې لیکلي چې ټرمپ غواړي د افغانستان ځینې برخې طالبانو ته ور پرېږدي او دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د راپور په اساس د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلي څخه ۵۹ ولسوالۍ یې لا وار له مخه  د طالبانو په واک کې دي.

د دفاع وزارت هم د جګړې د اصلي سر قومندان (ډونال ټرمپ) غوشتنه په ورین تندي منلې ده، او د دفاع وزیر محمد رادمنش زیاتوي چې سر له اوسه د همدغې سراتېژۍ په عملي کولو کار پیل شوی او پولیسو یې په پکتیا، غزني، غور او فراه کې له ګڼو سیمو او پوستو شاتګ کړی دی.

نو  اوس چې د الله تعالی په مرسته او د مسلمان ملت په همکارۍ طالبانو امریکا ماته کړه دا یوه بېله موضوع ده؛ خو هغه شی چې  زما پرې اندېښنه ده هغه دا چې ستا برخلیک به څوک ټاکې؟ که ملت حساب غواړي نو ته به د خپلو اعمالو حساب څنګه ورکوې او ته به د هغو مظلومو افغانانو ځواب څنګه وایې چې تایې امریکایان کورته وروستل، تایې عزتونه لوټ کړل، تایې د کور غړي د مور پلار او اولادونو په وړاندې شهیدان کړل، تا یې ښځې او ماشومان په امریکایي سپو وداړل او تا ورسره ټول هغه څه وکړل چې د یو وحشي انسان فکر یې سوچ کولای شوای.

نه پوهېږم ته به هغو خلکو ته کوم نوم ورکوې چې د امریکا د ګټو لپاره د  اسلام ضد جګړه یې مقدسه جګړه بلله او په همدې لاره  کې یې سرونه وخوړل، او حال داچې اوس امریکایان هم دا یو ناکام ، نامقدس او بې ګټې جنګ توصیفوي او ځان ورته ملامت ښکاري.

ته چې کله ځانته د افغان یا مسلمان  او یا ازاد نوم اخلې نوپه کوم عمل او کارنامه  به استدلال کوې او خپل وجدان به پرې ډاډه کوې، په دې کارنامه چې پدرام ډوله سلګونه مجهول النسب دي له افغانستان او نیمه برخه حکومت دي له افغانیته منکر دی؟

په دې اسلامیت چې کلیسا ، مندر اباد او مسجد، مدرسه بمبار شول، که په دې چې  د ارګ واک دي د برطانیا د کلیسا له پادرۍ سره دی، مذهبي واک دي د هغې ناټو په لاس کې دی چې اسرائیل یې یوه غوښنه برخه ده، او که په هغه ازادۍ چې  اساسي قانون درته په بون او بروکسیل کې جوړ شو، ملي یو والی د جان کېري په زور وشو، فضایي حریم د امریکا په واک کې دی، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره د امریکا په سفارت کې جوړېږي ، امریکایان  مو یو ځل نه ۱۳ ځله  قصدا په دولتي ټوپکیانو بمبار کوي خو تاسو   سترګې مړې نیولې وي او د پوښتنې توان یې نه لرئ ، همدارنګه  تاسو په خپل هیواد کې د امریکا لخوا محاکمه کېږئ خو امریکایان ستاسو په هیواد کې له هر ډول جنایي تعقیب څخه مصؤن دي.

اوس چې جګړه بې پایلې وخته، هرڅوک پوه شول چې امریکا پیل کړې وه ، تاسو ورته روانه کړې وه او چې امریکا یې ختمول وغوښتل نو تاسو که خپه کېږئ که خوشحالېږئ ماته به منۍ او جګړه به پای ته رسوئ ، نه پوهېږم تاسو به ملت او نړۍ سره په کومو سترګو مخامخ کېږئ ،تاسو به حالات څنګه توجیه کوئ! او تاسو به له تاریخه د څه ډول قضاوت تمه کوئ؟

ته د دې وطن سړی یې او جګړه تاته په مېراث پاته کېدونکې ده ، ځکه نو زما په  اندېښنه  غور نه یواځې دا چې  ستا خوندېتوب تضمینولای شي، بلکې تر دې اوږدو او ترخو تجربو وروسته پکار ده دا ډول رښتینې اندېښنې تا د ځان او هیواد په اړه بنسټېز سوچ او د پورتنیو پوښتنو لپاره ځواب موندنې ته کېنوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close