ستر درستیز د جګړې د کنټرول لپاره غزني ښار ته ځي

ټاکل شوې چې د پوځ ستر درستیز جنرال شریف یفتلي نن یک شنبه (۲۱ زمری / ۱۲ اګست) د جګړې کنټرولولو لپاره غزني ښار ته سفر کوي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې، د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې جګړه اوس هم په ښار کې دننه او د ښار شاوخوا روانه ده.

د تیرې جمعې په ورځ (۱۹ زمری) طالبانو پر غزني ښار له څلورو لورو بریدونه پیل کړي او تر دې دمه دمه دوام لري.

که څه هم دولتي چاروکي د ښار وضعیت ارام ښيي خو د ولایتي شورا غړی، نصیر احمد فقیري، ویلي چې طالبان اوس هم په ښار کې له طالبانو سره د سختې جګړې په حال کې دي. ”وضعیت تر اندازې زیات خراب دی، او دمګړی د ښار په ټولو برخو کې جګړه روانه ده. حکومت دروغ وايي.“

بل خوا، چارواکو طلوع نیوز ته ویلي چې د غزني ګاونډي پکتیا ولایت ته امریکايي ځواکونه رسېدلي څو د غزني ښار له دولتي ځواکونو سره کومک او هوايي ملاتړ وکړي. امریکايۍ او د افغان هوايي ځواکونو الوتکې هم د غزني ښار په فضا کې ګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close