سرتاج عزیز: افغان حکومت باید د پاکستان پرضد د بې اساسه تورونو لګولو څخه ډډه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی

په هند کې د اسیازړه شپږم کنفرانس کې د پاکستان له لوري د نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې د افغانستان د خراب وضعیت پړه پر بل هیواد اچول، کومه گټه نه کوي.

دا څرګندونې ښاغلي سرتاج غزیز وروسته له هغه وکړې، چې ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې وویل​، پاکستان د افغانستان د بیا رغونې د پاره د پنځه سوه میلیون ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده. ده  سرتاج عزیز مخاطب کړ او ویې ویل، چې  په دې پیسو باندې په خپله هیواد کې د تروریزم مخه ونیسئ، ځکه چې له سولې پرته، که هر څومره پیسې ډېرې وي، زموږ د خلکو اړتیا نه پوره کیږي.

جمهور رئيس اشرف غني د اسیا زړه په کنفرانس کې چې د هند د امرتسر په ښار کې ترسره شو، پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او د وینا ډېره برخه یې پر پاکستان نیوکو ته ځانگړې شوې وه.

سرتاج عزیز کانفرنس ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان په افغانستان کې د تل پاتې امن لپاره د هر ډول ممکنه مرستو ته تیار دی او زیاته يې کړه، افغان حکومت باید د پاکستان پرضد د بې اثاثه تورونو لګولو څخه ډډه وکړي.

 سرتاج عزیز د د جمهور رئيس اشرف غني خبرې د افسوس وړ وبللې، دده په وینا د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل: دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

سرتاج غزیز وویل، چې په افغانستان کې وژنې زیتې شوي، په چاودنو او جګړو کې زیات والی راغلی اوحالت د مایوسۍ خواته روان دي؛ خو ولې د هر برید پړه پر پاکستان واچول شي.

سرتاج عزیز زیاته کړه، پاکستان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې خاوره یې د بل چا پر ضد استعمال شي.

پاکستان ته د سرتاج غزیز تر راستنیدو وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ پوهېږو، دا چې ولسمشر اشرف غني په یوه مخالف هېواد کې دغه وینا کوله، هغه څه یې ویل چې نورو یې اورېدل غوښتل.

ښاغلي عزیز وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د درز زیاتولو په اړه به د هند هلې ځلې ډېر دوام ونه کړي.

همدارنګه سرتاج غزیز په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په هند کې ورسره د دیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل شوی دی، نوموړي ویلي، چې په هوټل کې ورته اجازه نه وه چې څوک یې لیدو ته ورشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close