سردرد او لاملونه ېې

ډاکټرفصيح الله عمرزى

د کال په موسمي بدلون سره مرضونه هم بدليږي خو ځينې مرضونه وي چې هغه د کال په څلورو واړو موسمونو کې انسان ته ورپيښيږي چې دهغې جملې نه يو ېې د سردرد دی ، د سر درد په اړه روغتياپوهانو بيلابېلې څيړنې کړي دي او په خپلو څيړنو کې يې دهغې څخه د مخنيوي يادونې هم کړې دي چې په ټوله کې موږ کولاى شو د ذهني پريشانيو يا انديښنو څخه په بشپړه توګه سان وساتو.

داخو د سردرد د لاملونو نه يوه نښانه وه چې له  ذهني پريشانيو ځان ساتل دي په هغه ټولنه کې چې بې له ذهني پريشانيو نورڅه نه وي بيا به په سردرد اخته کسان څه  کوي؟ دد ې ستونزې دحل لپاره مو په تيره مياشت کې د ځينې روغتياپوهانو سره مشورې وکړې دهغوټولو روغتياپوهانو مشورو که سره يووالې نه درلود ورته والې ېې درلود هغه دا ؤ چې د ژمي په يخ موسم کې بايد له ګرمې کوټې څخه سختي سړې هوا ته انسان ونه ووځي چې په سر درد يې اخته کوي.

په عمومي ډول دانسان لپاره انديښنې د سردرد لامل کيداى شي خو ددې ترڅنګ مناسب خوراک که وکړل شي د انديښنو له سر درده ترڅه حده انسان ځان ساتلاى شي او هغه په دې چې مناسب خوراک وکړل شي داندښنو او دماغي ناروغيو مخه نيول کيداى شي کوم انسان چې مناسب خوراک کوي د دماغو علاوه بدن ېې د ١١ مرضونو ځواب ويلای شي چې يوېې سردرد هم دى.

د سردرد بل لامل روغتياپوهانو په يوه خوله دا څرګند کړې ده چې هغه د انسان په وجود کې داوبو کمښت دی که د کوم انسان په وجود کې اوبه کمې شي د انسان وينه هم په وجود کې په مناسبه توګه نه شي تقسميداى او د اوبو په کمښټ د وينې  کمښت رامنځ ته کيږي چې په پايله  کې انسان په سر درد اخته کيداى شي .

د روغتياپوهانو ترڅنګ ارواپوهانو هم د سردرد په اړه پوره او کره معلومات ترلاسه کړي دي او په دې اړه يې زياتې څيړني کړي دي ارواپوهان وايي که کوم انسان د خپل توانه پورته سوچونه وکړي او په سوچونوکې  خپلو موخو ته ونه رسيږي دا ډول انسان په سردرد اخته کيداى شي، د انسان لپاره په کار دي چې ځان د ژمي په موسم کې دسختي يخنۍ څخه وساتي او هم مناسبي اوبه وچښي او د اروا پوهانو په اند هغه سوچونه ونه کړي چې  په عملي کولو ېې توان ونه  لري.

د سردرد به نور لاملونه  هم وي خو په ټولنه کې تر ٧٠سلنې کسان د يادو لاملونو له امله په سردرد اخته شوي دي .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close