سره ډولۍ/عُقابي جانان

عُقابي جانان
دا بيا د چا په زندګۍ باندې بمبار شوی
بیا په نيمګړي خوشحالۍ باندې بمبار شوی
نغمې خاموشې دي ګلبڼ کې مرثيې پيَل دي
د بلبلانو په جوړۍ باندې بمبار شوی
يو خوا د ګل پشان زلمی خزان په زړه ويشتلی
بل خوا په مړاوې ګل غوټۍ باندې بمبار شوی
اوربل يې ړنګ دی هم نتکۍ او غاړکۍ شهيده
په خوارې پېغلې ناوکۍ باندې بمبار شوی
د سنتارو سرې لوپټې دي څيرې ويرې پرتې
دا د واده په سرې ډولۍ باندې بمبار شوی
د مورَکَيو ارمانونه په اوبو لاهو شول
د ستر ارمان سترې سيالۍ باندې بمبار شوی
د “عُقابي جانان” غزل هم عجيب مات رامات دی
نن يې د شعر هرې کړۍ باندې بمبار شوی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close