سرور دانش:امنیتي ځواکونه باید د شجاعي ملتیا ته ور ودانګي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش غوښتنه کړې چې دولتي ځواکونه باید د طالبانو پر وړاندې د شجاعي د ملیشو ملاتړ ته ور ودانګي.
دانش له سیمیزو خلکو هم غوښتي چې باید د شجاعي ملاتړ وکړي او له حکومت نه یې ګیله کړې چې تر اوسه یې هم په دې برخه کې عملي ګام نه دی اخیستی.
دانش پر خبریالانو هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې یو شمیر رسنیو د معافیت له سیستم نه ناوړه ګټه اخیستې چې په خبره یې “د خبریالانو پر وړاندې د معافیت فرهنګ اوس په سرخوږۍ اوښتی دی“

دانش داسې مهال خاص اروزګان ته د ځواکونو د لیږلو غوښتنه کوي چې له څو ورځو را په دې خوا په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او د خپلسرو ملیشو د ظالم قوماندان “حکیم شجاعي“ ترمنځ نښتې روانې دي چې د قوماندان شجاعي د ټپي کیدو تر څنګ لسګونه خپلسري وسلوال وژل شوي اوټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close