سروې:په کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر راتلونکو ټاکنو بې باوره دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۷)

په یوه تازه ترسره شوې سروې کې په ډاګه شوې چې د هیواد په پلازمینه کابل کې چې ولسونه یې له دیموکراتیکو اصولو په تیره بیا انتخاباتو سره تر ډیره بلدتیا هم لري، غوڅ اکثریت خلک یې راتلونکو ټاکنو ته خوشبین نه ښکاري.

د “دادرس“ ټولنيزې او مدني ټولنې رييس محمد رضا عاصم وایي، په دغه سروې کې تر اتیا(۸۰) سلنه ډیرو لوستو خلکو ګډون کړی چې له ډلې یې ۶۰ سلنه ګډونوالو ويلي چې د ټاکنو پر بهير بې باوره دي او ۴۰ سلنه نور يې په  اړه اندېښمن دي.

عاصم زیاته کړه؛ د انتخاباتو پر پروسه د خلکو د بې باورۍ لامل په تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ او د خلکو رايو ته ارزښت نه ورکول دي چې په وینا یې لوی اکثریت خلک نه غواړي خپله رایه وکاروي.

نوموړی وایي، وکیلانو تیر پارلمان کې داسې کړنې وکړې چې د خلکو زړونه یې له دیموکراتیکو ارزښتونو ور تور کړي او دغه راز عامه فکر دادی چې په دې پروسه کې د خلکو رایو ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي او ټاکنې انتسابي بڼه لري.
دغه بنسټ د کابل له ۸۰۴ کاندیدانو له ډلې ۳۳ وړ کسان هم معرفي کړي چې په خبره یې دغه کسان یې د قانون وړتیا ، د سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي اړتياو درک، رښتينولي، ژمنتيا، تخصص او د استازيتوب وړتيا درلودلو پر بنا پیژندلي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې دا ټاکنې انتسابي بللې او له خلکو یې غوښتي چې په دې له فساد ډکه پروسه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
طالبانو په ټول هیواد کې انتخاباتي مراکز د خپلو بریدونو اهداف معرفي کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close