سروې: زیاتره امریکایان وايي چې امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

د یوې بې پرې امریکايۍ تحقیقاتي ادارې له لوري تازه ترسره شوې سروې ښيي چې زیاتره امریکایان باور لري چې امریکا په افغانستان کې د بریا پر ځای ماتې خوړلې او خپلو ټاکلو موخو ته نه ده رسېدلې.

پیو تحقیقاتي مرکز (Pew Research Center) په خپله تازه سروې کې، چې د تیرې سپټمبر میاشتې د ۱۸مې او ۲۴مې نېتې تر منځ په ۱۷۵۴ کسانو ترسره شوې، ویلي، ۴۹٪ عام امریکایان باور لري چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې، خو ۳۵٪ نور امریکایان بیا باور لري چې امریکا خپلو موخو ته په رسېدو کې بریالۍ شوې ده. پاتې ۱۶٪ امریکایان وايي دوی نه پوهیږي چې آیا امریکا بریالۍ شوې او که یې ماتې خوړلې ده.

دا تازه سروې وايي چې جمهوریپال د ډیموکراټانو په نسبت د افغانستان د جګړې په اړه زیات خوشبین دي؛ شاوخوا ۴۸٪ جمهوریپال په افغانستان کې امریکا بریالۍ بولي، دا سلنه بیا په ډیموکراټانو کې ۲۷٪ ده. (خو د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال کیسه سرچپه وه؛ په هغه وخت کې ۴۲٪ ډیموکراټانو باور درلود چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده، او یوازې ۲۹٪ جمهوريپال په دې باور وو.)

سروې ښيي چې جمهوريپال د ډیموکراټانو په پرتله په دوامداره توګه په بهر کې د امریکا د جګړو زیات ملاتړ کوي.

د پیو مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ز ترمنځ چې کله له امریکایانو وپوښتل شول چې آيا امریکا به په افغانستان کې بریالۍ شي، زیاترو پوښتل شویو کسانو وویل چې د امریکا متحده ایالات به بریالي شي. خو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ز کلونو کې زیاترو امریکایانو باور درلود چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې.

پر افغانستان برید سمه پرېکړه وه که غلطه؟

په ۲۰۰۶ز کال کې، ۶۹٪ امریکایانو ویل چې په افغانستان کې له پوځه کار اخیستل سمه پرېکړه وه، او ۲۰٪ نورو ویل چې غلطه پرېکړه وه.

خو د ۲۰۰۲ز کال په لومړیو کې، پر افغانستان د امریکا تر یرغل یوازې څو میاشتې وروسته، د دې پوښتنې په ځواب کې ۸۳٪ امریکایانو وویل چې پر افغانستان د امریکا پوځي برید سمه پرېکړه وه.

اوس، په ۲۰۱۸ز کال کې، ۴۵ سلنه امریکایان وايي چې په افغانستان کي له پوځي ځواکه کار اخیستل سمه پرېکړه وه، خو ۳۹٪ نور امریکایان بیا باور لري چې دا غلطه پرېکړه وه.

[د پيو مرکز سروې دلته لیدلای شئ.]

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close