سرپل:د ټاکنو پر سر د قومي مشر او پولیسو تر منځ جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۷)

د سرپل امنیتي چارواکي وایي، چې د بلخاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو او ولسي خلکو ترمنځ شخړه شوې چې لا هم په شدت سره دوام لري.

پولیس هڅه کوي په سیمه کې د ټاکنو مخالف قومي مشر “مهدي مجاهد“ ونیسي خو د نوموړي ساتونکو او د کلي خلکو ورسره شخړه پیل کړې.
دغه قومي مشر، چې حکومت یې غیر مسؤل قوماندان هم بولي، په دې ولسوالۍ کې د ټاکنیزو هڅو خنډ شوی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي، یاد قومي مشر په دې ولسوالۍ کې ټول انتخاباتي دفترونه تړلي، د نوماندانو انځورونه یې څیرلي او ګواښ یې کړی چې هیڅوک نه شي کولی د نوموړي اړوند سیمه کې ټاکنې ترسره کړي.

اماني وایي، دا موضوع یې له مرکزي حکومت سره هم شریکه کړې خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

وروستي راپورونه وایي، چې د نوموړي پلویانو پر یوه پوسته برید کړی او دواړه لوري مرګ ژوبله هم له ځانه سره، چې دقیق معلومات یې لا هم نه دي رسنیز شوي.

 

نوموړی زیاتوي؛ که د قومي پاڅون ویره نه وي، یاد قومي مشر په ۵ دقیقو کې نیولی شو خو  د قومي جوړښتونو له امله وړاندې تګ مشکل کار دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close