سرپل: د حفیظ ګرګ په نامه زورواکی قوماندان له خپلو ساتونکو سره یوځای وژل شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني وایي؛ چې د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ اړوند د تبر په سیمه کې د محلي پولیسو(اربکیانو) یو ځایي قوماندان وژل شوی.

رئیس ویلي؛ د طالبانو په دغه ناڅاپي برید کې د ګرګ ۱۱ ملګري هم وژل شوي او وسلې یې طالبانو له ځانه سره وړې.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي؛ چې نوموړی یې د ټولو ساتونکو سره یوځای وژلی او ۶ میله وسلې یې هم ترې راوړې.
ځایي خلک وایي؛ ګرګ په سیمه کې زورواکی قوماندان و ،چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې ګڼې کورنۍ د سیمو پریښودلو ته اړ کړې وې.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیر آباد سیمه کې دوه پوستې نیولې او ګڼو محلي ځواکونو ته یې تلفات اړولي.
د فاریاب ځایي چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی، خو طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې چې د دوی په وینا د ۶ وژل شویو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو په یاد برید کې د ګڼو وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close