سرپل: د سيمه ييز قومندان او دولتي ځواکونو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو مخالف سيمه ييز قومندان مهدي او دولتي ځواکونو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تيره ورځ د سرپل چارواکو ويلي و قومي مشر مهدي مجاهد په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو مرکزونه تړلي او هيچاته اجازه نه ورکوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

یاد قومي مشر په سيمه کې پراخ نفوذ لري او تيره ورځ يې هم د ټاکنو په نه ترسره کولو له دولتي ځواکونو سره شخړه کړې وه.

تازه د سرپل د ولايتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، چې د پوليسو او قومندان مهدي ترمنځ په نښته کې له دواړو خواوو لس کسان وژل شوي دي.

د خرم په وينا، دا مهال هم په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

له بله پلوه طالبانو هم د دغه جګړې خبر ورکړی او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي چې قومندان مهدي په بلخاب کې د دوی نفوذي کس و چې اوس مهال يې له دولتي ځواکونو سره نښته پيل کړې ده.

د مجاهد په وينا، د دولت له لوري سهراب قاسمي او اته تنه نور وژل شوي، زياتوي چې د امنيت د آمر، قومندان کشف، د بلوک قومندان د ولايتي شورا وکيل مجاهدزاده سربيره پنځلس کسان نور ټپيان دي او د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا نور دولتي تاسيسات د قومندان مهدي او پلويانو له لوري يې تر کلکې کلابندۍ لاندې دي.

دوه ورځې مخکې طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړې وه چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي او له خپلو پلويانو يې غوښتي و چې په ټول توان سره د ټاکنو مخنيوی وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close