سرپل: د صياد ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۳)

د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې د طالبانو په وسله وال بريد کې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی دی.

د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني وايي، تيره شپه طالبانو د صياد ولسوالۍ په مرکز له څو خواوو بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د دغه ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.

طالبان وخت ناوخت د دغه ولايت په مربوطاتو کې پر دولتي تاسيساتو او پوځي مرکزونو بریدونه کوي چې امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو تر اوسه يې د دغه بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close