سرپل: د عامه نظم قوماندان کسانو پر يوې ديارلس کلنې نجلۍ ډله ييز جنسي تيری کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۴)

د “چاري رييس” په نوم د سرپل ولايت د عامه نظم د یوه قوماندان کسانو پر يوې ديارلس کلنې نجلۍ ډله ييز جنسي تيری کړی.

دغه ديارلس کلنه حاجيه ديارلس کاله عمر لري او مور يې وايي چې د عامه نظم کسانو يې لومړی لور وتښتوله او وروسته يې ورباندې جنسي تيری وکړ.

د دغه نجلۍ مور له حکومت څخه غوښتي څو د يادې پيښې عاملين ونيسي زياتوي که یاد مجرمين ونه نيول شي، ټوله کورنۍ به يې د جوزجان د ولايت مقام مخې ته ځانونو ته اور واچوي.

په عين حال کې د جوزجان د عامې روغتيا رئيس حفيظ الله جمشيدي هم د حاجيې او د مور ادعا يې پر ځای بولي زياتوي شوي معاينات ښيي چې پر حاجيې جنسي تيری شوی دی.

د سرپل د عامه نظم قوماندان چاري رييس هم مني چې په پېښه کې ځينې سرتيري ښکېل دي په وينا يې چې د هغوی لټون روان دی او ډير ژر به ونيول شي.

د دغه ولايت د بشري حقونو د کمېسيون مسووله مغفرت صميمي وايي، په دغه قضيه کې د زور خبرې کېږي ځکه ورته پوره لاسرسی مشکل دی.

تر دې مخکې هم په شمالي ولايتو جوزجان، سرپل او فارياب کې د حکومتي چارواکو او زورواکو له لوري ورته ډول پېښې رامنځته شوي چې حکومت يې د تورنو کسانو په مجازات کولو کې پاتې راغلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close