سرپل: طالبانو د لوی پُل او یو مسجد د جوړولو کار پیل کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

په داسې حال کې چې د طالبانو زیات تمرکز له امریکایانو او د هغوی له داخلي ملاتړو ځواکونو سره پر جګړه ورټول دی، خو له دې سره سره یې په رغنیزو او تعلیمي چارو کې هم د پام وړ کارونو باندې لاس پورې کړی.

راپورونه وایي چې،طالبانو د سرپُل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د یوه پُل او یوه جومات جوړولو ته مټې رانغښتې چې اوس مهال یې کارونه نږدې بشپړ شوي دي.
طالبان وایي، دغه دواړه پروژې یې د سیمه ایزو خلکو په همکارۍ د یادې ولسوالۍ اړوند د “برموق“ او “بویني قره“ په سیموکې پیل کړې چې په لنډ راتلونکي کې به دواړه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې طالبانو په تخار کې د سیمیزو خلکو په ملتیا یو لوی ښارګوټی جوړ کړی و،چې د سلګونو دکانونو،هوټلونو او کورونو سربیره جومات،ښوونځی او مدرسه هم ورته ځانګړي شوي وو، چې تر تکمیل وروسته پرې امریکایانو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا چاپه ووهله او ټول ښارګوټی یې د بلډوزرو په مټ ونړاوو.

طالبانو داسې مهال دې کار ته ملا تړلې چې دولتي ځواکونو په خپلو شپنیو چاپو کې د ملکي اهدافو د لمنځه وړلو او د هغوی د تخریب برنامه پیل کړې چې په دې لړ کې یې څو ورځې وړاندې د پکتیکا په نکه کې ۶۰ دکانونه او تیره ورځ یې بیا د کندهار په میوند کې ۱۰ دکانونه او درۍ سرایونه په بشپړ ډول له خاورو سره خاورې کړل.

باید وویل شي چې طالبانو د جګړیزو جبهاتو سربیره د رغنیزو، تعلیمي، روغتیا او نورو بشري چارو لپاره ځانګړي کمیسیونونه او ادارات رامنځته کړي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close