سرپل: طالبانو د مرکز اړوند بلغلي سيمه او پوستې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۹)

د سرپل سيمه ييز چارواکي وايي، طالبانو له درې خواوو په مرکز بريدونه کړي او دا مهال د ولايت مقام دوه کيلو مترۍ ته رسېدلي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له بله پلوه يوې امنيتي سرچينې طلوع نيوز ته ويلي، طالبانو د مرکز مربوط د بلغلي مهمه سيمه او هلته يې ځينې پوستې هم له دولتي ځواکونو نيولي دي.

چارواکي وايي، د دغه جګړو له کبله د سرپل- جوزجان لاره هم تړل شوې ده.

اريانا نيوز ته امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د سرپل په جګړه کې لس عسکر وژل شوي، پنځلس نور ټپيان دي، پنځه ټانګونه د جګړې په ډګر پاتې شوي او د دولتي ځواکونو په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو هم په سرپل کې د جګړو خبرو ورکړی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي: د (بلغلي سيمه او هلته د دښمن لسګونه قرارګاوې او پوستې فتحه شوي) زياتوي په دغه نښته کې ګڼ عسکر وژل شوي چې د يوولس تنو جسدونه يې لا هم په سيمه کې پراته دي.

د مجاهد په وينا، په ياده جګړه کې د دولتي ځواکونو ټانګونه، رينجر موټر او په زياته اندازه وسلې هم طالبانو نيولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close