سرپل: نامعلومه وسله والو په یو کور کې ۵ تنه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) الماس خدرخیل

د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په سنچارک ولسوالۍ کې نامعلومه وسلوالو په یو کور کې پنځه تنه میلمانه وژلي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني رسنيو ته وويل، چې پېښه تېره شپه د تغای خواجه په کلي کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

د سرپل د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عنايت الله حبيبي وايي، چې ياد کسان په تغای خواجه کلي کې په يوه حجره کې راټول شوي و، چې د شپې په نهه بجو شاوخوا کې نا پېژاندو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او پنځه تنه يې ووژل.

نوموړی زياتوي، چې په ياده پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د يوه جلا خبر له مخې نن د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم د ماين په يوه چاودنه کې د يوې مېرمنې په ګډون څلور تنه ملکيان ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د دواړو پېښو مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close