سرچينه: عاطف مشعل اسلام اباد کې د افغانستان سفير ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

حکومتي سرچينو ويلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی رییس شکر الله عاطف مشعل په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ټاکل شوی دی.

په اسلام اباد کې اوسني افغان سفیر عمر زاخېلوال څه موده وړاندې له خپلې دندې استعفا اعلان کړې وه، خو هغه مهال یې استعفا نه وه منل شوې او دی پر خپله څوکۍ پاتې شو.

د زاخېلوال د استعفا د لامل په اړه ويل کېږي چې نوموړی غواړي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.

خو حکومتي سرچينې وايي، عاطف مشعل د عمر زاخېلوال پر ځای په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ټاکل شوی چې ژر به يې په اړه رسمي اعلان وشي.

عاطف مشعل په (دوه زره شپاړلسم) کال کې د کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی و او  شاوخوا دوه اوونۍ مخکې يې د کرکټ بورډ له مشرۍ اسعفا ورکړه، هغه مهال  د نوموړي په اړه ويل کېدل چې ښايي پر يوه بله مهمه حکومتي دنده وګمارل شي.

تر اوسه د نوي سفير د ټاکل کېدو په اړه حکومت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close