سرچینه: د قطر غونډه کیدونکې ده او د لغوه کیدو خبرونه شایعات دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۸)

وروسته تر هغه چې د رویټرز اژانس د ځینو نامعلومو سرچینو په حواله خبر خپور کړ چې ګواکې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ کیدونکې ناسته لغوه شوې؛ کابل ټکی کام یې په تړاو له طالب سرچینو سره تماس ونیوو او هغوی دا خبرونه شایعات وبلل.
سرچینې وایي، په قطر کې غونډه نه ده لغوه شوې او ښایي د چهار شنبې پر ځای د پنجشنبې پر ورځ دائره شي.

کابل ټکی کام ته یې سرچینو ویلي، غونډه حتمي تر سره کیدونکي ده او پر مهمو موضوعاتو بحثونه په کې ترسره کیږي

رویټرز څوګړۍ وړاندې ویلي وو، اختلاف په غونډه کې د افغان چارواکو په ګډون، د بندیانو په تبادلې او احتمالي اور بند و.
خو یاد اژانس ویلي چې په کابل کې د امریکا سفارت او د زلمي خلیلزاد دفتر د دوی دا خبر نه دی تائید کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close