سرچینې: سبا به د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ټول ښوونځي پرانیستي وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۷)

په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا به د شمال ټلوالې د فقید مشر احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي وي، د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې په ښوونیزو ادارو کې د یادې رخصتۍ پلې کیدو ته اجازه نه ده ورکول شوې.

د طالبانو سرچینې وایي، دا رخصتي د هیواد په ځینو سیمو کې پلې کیږي او په ځینو کې پرې محدودیت لګول شوی.
که څه هم طالبانو رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په یو شمیر ولایاتو کې ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو خبرداری ورکړی چې سبا ورځ باید خپل ټول ښوونځي او روغتیایی مراکز پرانیستي وساتي او له ښوونکو، زدکونکو او روغتیایی کارمندانو یې غوښتي چې خپلو دندو ته ولاړ شي.

کابل ټکی کام ته د طالبانو له خوا د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ میشتو ولسونو ته په دې تړاو د  خبرداري یوه کاپي رسیدلې چې په کې راغلي

“د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کميسیون د پریکړې په اساس ټول مکاتب باید پرانستي وي او ټول باید خپلو درسونو ته ادامه ورکړی.
د خلاف په صورت کې بیا څوک د شکایت حق نلري“

باید وویل شي چې د طالبانو تر واک لاندې په ټول افغانستان کې روغتیایي ټیمونه او ښوونیزې ادارې په نورمال ډول سره فعالیت کوي او طالبان یې هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close